تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امريکا ولسمشريزو ټاکنو کې څومره لګښت شوی؟
د خپرېدو وخت
امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو هلې ځلې ترې کلونه مخکې پيلېږي، او ميليارډونه ډالر لګښت پرې راځي. د کورونا ويروس له امله د سږني کاال کړۍ، يو څه بېله ښکاري، خو بيا هم د نومبر پر درېيمه د ووټ يا رايې ورکولو له بهير مخکې خورا ډېرې پيسې لګول شوې دي. څلور کاله مخکې ۲۰۱۶ کال کې د امريکا ټاکنو کې اټکل شپږنيم بيليون ډالره لګېدلي وو، نو دا پيسې چا ورکړې وې، او د سږني ۲۰۲۰ کال ټاګنو کې به څومره پيسې لګېدلې وي.