تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې زلزلې لږ تر لږه شل تنه وژلي او پراخ مالي زیان اوښتی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زلزله شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او له ۱۵۰ زیات کسان ټپيان شوي دي.
زلزله په ځايي وخت نن سهار وختي شوې او مرکز یې هرنایي ښار ښودل شوی دی. د طبیعي پېښو مرکز وايي چې سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.
په بلوچستان کې د روغتیايي چارو لوی مشر ډاکټر ناصر علي بګتي بي بي سي ته ویلي چې په هرناني کې له ۲۰۰ زیاتو کسانو درملنه شوې ده. ده ویلي د څلور مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون د ځینو ناروغانو وضعیت نازک وو او په چورلکو کې د بلوچستان مرکز کویټې ښار ته لېږدول شوي دي.
په هرنايي کې ځايي امنیتي چارواکو بي بي سي ته ویلي دې سیمه او شاوخوا کې یې ګڼ شمېر کورونه نړېدلي او له ځپل شوې سیمې خوندي ځایونو ته د خلکو د لېږد چاره دوام لري.
خو رویټرز خبري اژانس د نورو چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې د نن سهار په دې زلزله کې له سلو زیاتې ودانۍ ړنګې شوې او یا زیانمنې شوي دي.
د زلزلې د څار مرکز ویلي دا زلزله چې په ځايي وخت د سهار په درې بجې او دوه دقیقو شوې د ریختر په کچه ۵.۹ وه او مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۵ کیلومټره لاندې وو.
د هرنايي ترڅنګ د بلوچستان ایالت په نورو سیمو کې هم د زلزلې ټکانونو محسوس شوي دي. هرنايي د کویټې ښار ختیځ لور ته پروت دی او په دې سیمه کې د ډبرو سکرو کانونه دي.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو بي بي سي ته ویلي چې زلزلې پراخ مالي زیان اړولی، سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی او د مرستې رسولو چارې پیل شوي دي.
له زلزلې سره خلک له کورونو ووتل خو د هرنايي ښار په بیلابیلو سیمو کې ځینو خلک هوايي ډزې کولې.
د بلوچستان په ځايي پارلمان کې د روغتیايي چارو مسؤولې ربابه بلیدي ویلي په کویټه او نورو سیمو کې بیړنی روغتیايي حالت اعلان شوی او ډاکټران او نور روغتیایي کاروونکي په بیړنۍ توګه روغتونونو ته غوښتل شوي دي چې د ناروغانو درملنه وکړي.