تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر بحرین ته تاریخي سفر کړی
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر یائیر لپیډ نن پنجشنبه بحرین ته تاریخي سفر کړی. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې یو اسرائیلی چارواکو بحرین ته سفر کوي.
ښاغلی لپیډ به د دې سفر پر مهال بحرین کې د اسرائیلو سفارت پرانیزي او ګڼې هوکړې به لاسلیکوي.
بحرین ته د نوموړي له رسېدو وروسته په لومړي ځل یوه ملکي الوتکه هم له منامه تل ابیب ته روانه شوه.
بحرین، متحده عربي امارات، مراکش او سوډان هغه هېوادونه دي چې د امریکا په منځګړتوب یې اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې دي.
دوه نورو عربي هېوادونو، مصر او اردن هم په تېر کې له اسرائیلو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي: "موږ بحرین یو مهم شریک او همکار ګڼو، هم په دوه اړخیزه کچه او هم د سمیې نورو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره د یو پل په توګه".
که څه هم د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ته تود هرکلی وویل شو، خو د اې اېف پي خبري اژانس ویلي، د دې سفر پر مهال یو شمېر مخالفینو د پلازمېنې منامه پر سړکونو ټایرونه سوځولي او احتجاج یې کړی.
د الوفاق په نامه د بحرین د شیعه اپوزیسیون ډلې مشر شیخ حسین ویلي، د بحرین خلک د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر غندي او ردوي یې.
دې ډلې تېر کال له اسرائیلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو رغول هم غندلي وو او تور یې لګولی و چې د بحرین د حکومت دا پرېکړه د اسلام او عرب پالنې سره په ټکر کې ده.
د فلسطین ولسمشر هم له اسرائیلو سره د یو شمېر عربو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو رغېدل غندلي او دا چاره یې فلسطینیانو سره لویه جفا بللې ده.
د ایران په ګډون یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو هم د دې ګام غندنه کړې ده.