د سخت دریځي پاکستاني ملا پرضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دوسیه ثبت شوې

د عکس سرچینه، TWITTER/@MARIANABAABAR
په پاکستان کې پولیسو د هغه سخت دریځي ملا او د هغه د پلویانو پرضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دوسیه ثبت کړې چې پلازمېنه اسلام آباد کې یې د مدرسې د دوانې پرسر د افغان طالبانو بیرغ پورته کړی و.
پرون شنبه (د سپتمبر ۱۸مه) چارواکو بلوا ضد پولیس وګومارل چې د مدرسې له سر نه د طالبانو بیرغ کښته کړي خو له امله یې شخړه وشوه.
په یوه ویوېډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې مولانا عبدالعزیز لېدل کېږي چې پولیس افسرانو ته په څرګند ډول ګواښ کوي.
په یوه کلپ کې د لال جومات د ملا امام مولانا عبدالعزیز غږ اورېدل کېږي، چې پولیسو ته وايي:
''طالبان به راځي، پاکستاني طالبان به هم ستاسو حال خراب کړي انشاالله، تاسو خو (بیرغ ته) لاس وروړئ! ''
خو د طالبانو بېرغ وروسته د مدرسې له بام نه لېری کړای شو.
پاکستاني پولیسو ویلي وو چې پلازمېنه اسلام آباد کې د نجونو پر یوې دینې مدرسې 'جامعه حفصه ' د طالبانو بیرغ رپولو هڅه شوې او کېدای شي د مدرسې د منتظم مولانا عبدالعزیز خلاف رپوټ ثبت کړي.
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته دا دریم ځل دی، چې د دې مدرسې پر دروازو د طالبانو بیرغ پورته کولو هڅه کېږي.
د حفصه مدرسې او لال 'سره ' جومات ویاند شکیل غازي وايي:
''د اسلامي امارت بیرغونه ګهیځ وختي ولګول شول. ''
د بي بي سي خبریاله سحر بلوڅ د ښاغلي غازي له قوله وايي، د لال جومات او حفصه مدرسې منتظمین غواړي چې پاکستان کې باید اسلامي نظام واکمن شي او د همدې هدف لپاره پر مدرسې د طالبانو بیرغونه رپول شوي وو.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځايي پولیس لیدل کېږي چې د مدرسې له منتظمینو سره پر دې موضوع خبرې کوي.
د یاد جومات منتظیمنو ټینګار کاوه چې چې دا ځل به بیرغ نه کښته کوي.

له دې مخکې د جومات منتظیمینو ته ویل شوي وو، چې پر غوښتنو به یې غور وشي او له هغه وروسته د طالبانو بیرغونه له مدرسې لېرې کړال شول.
د حفصه مدرسې او لال جومات ویاند شکیل غازي وايي، دریېم ځل پر مدرسه د بیرغونو لګولو هدف همدا دی چې باید مخکینۍ ژمنې پوره شي او ''پاکستان کې اسلامي نظام حاکم شي.
په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د پاکستان پوځ په لال جومات کې د سخت دریځو وسله والو شتون له ادعا سره پوځي عملیات کړي و و چې یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
مولانا عبدالعزیز هغه مهال هم د لال جومات مشر منتظم و.




















