امریکا: "د روان کال جولای د نړۍ پر مخ تر ټولو توده میاشت وه"

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو کې یوه علمي، څېړنیز بنسټ تېره جولای میاشت تر دې دمه د نړۍ تاریخ کې تر ټولو توده میاشت بللې ده.
دا میاشت د وچې او سمندرونو تودوخه، د شلمې پېړۍ د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد شاوخوا یوه درجه لوړه وه.
د نړۍ د تودوخې ورځنۍ کچه له ۱۴۲ کلونو راهیسې ثبتېږي.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ کال جولای، تر ټولو د تودې میاشت په توګه ثبت وه.
د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال د جولای میاشتو تودوخه د پنځه کاله وړاندې له دغه ریکارډ سره برابره وه، خو د سږ کال جولای دا ریکارډ مات کړ.
متخصصان د نړۍ د تودوخې دا وضعیت د اوږدمهاله ښکارندو پایله ګڼي.
د امریکا د هواپوهنې ملي ادارې پرون جمعه (د اګست په ۱۳مه) اعلان وکړ چې د تېرې جولای میاشتې د تودوخې په ریکارډ سترګې نشي پټېدای او اندېښمنوونکی دی.
د دې ادارې یوه مدیر ریک سپینارډ ویلي: "په داسې وضعیت کې که هر ځای اوسې، د اوسېدو لپاره تر ټولو بدتره ځای دی."
هغه زیاته کړې چې د تودوخې "دا نوی ریکارډ د اندېښنو زېږولو او سرخوږي جوړولو لپاره بله ستونزه ده."
د امریکا د هواپوهنې ملي اداره دوه پېړۍ وړاندې په ۱۸۰۷ زېږدیز کال جوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د ځمکې شمالي نیمه کره کې دا تودوخه "بې مخینې" بلل شوې.
هلته جولای کې هوا د ۲۰۱۲ کال د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد څه باندې یوه نیمه درجه توده وه.
د امریکا د هواپوهنې ادارې د رپوټ له مخې تېر جولای تر دې دمه د اسیا لویه وچه کې هم له ټولو توده ثبت شوې میاشت وه.
دغه رپوټ کې همدا راز د روان ۲۰۲۱ کال د استوايي بړبوکیو او توپانونو مالومات هم شامل دي.
دغه مالومات ښيي چې روان کال تر دې دمه له ټولو ډېر توپانونه هم ثبت شوې دي.





















