ملګرو ملتونو اماراتو کې د بندي فعالانو پر احتمالي 'ربړونه' اندېښنه ښوولې

dubai

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې ویلي، په متحده عربي اماراتو کې یوه ډله بندي شوي فعالان د زندان له کړاو شکایت لري چې ان د دوی کړاو تر ربړونې هم رسېږي.

ددغه سازمان ماري لولور ویلي، له اوږدې مودې راهیسې پنځه کسان متحده عربي اماراتو کې په انفرادي زندان کې ساتل کېږي، چې هلته په ۴۰ درجه تودوخه کې ایرکنډېشن هم کار نه کوي.

هغې د یادو زندانیانو تر اته کلن زندان وروسته د هغوی د سم لاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.‌

متحده عربي اماراتو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پنځو بندیانو نومونه محمد المنصوري، حسن محمد الحماد، هادف راشد عبدالله العویس، علي سعید الکندي او سلام حمدون الشحي یاد شوي چې د UAE94 په نامه د ۹۴ وکیلانو او د پوهنتون د استادانو له ډلې دي.

دوی د ۲۰۱۳ کال جولای میاشت کې د نظام پرځولو دسیسه کې د لاس لرلو په تور په لسو کلونو بند محکوم شوي دي.

د بشر حقونو د مدافعانو اړوند سازمان لولور وايي، ددغو کسانو په حق کې پرېکړه (ډېره سخته) ده او دوی باید نه وای نیول شوي.

دا وايي، داسې "ادعاوې هم شته چې ګنې دوی د اوږدمهال لپاره په انفرادي بندخونو کې ساتل شوي چې کړاو یې د ربړونې تر حده هم رسېږي."

نوموړې زیاتوي، داسې ادعاوې هم شته چې ګنې دوی ته په ۴۰ درجې ګرمۍ او تودوخه کې ایرکنډېشنونه نه دي لګول شوي، د بندخونو کړکۍ یې تل بندې ساتل شوې چې بندیان د لمر وړانګې ونه ویني.

د ۲۰۱۱ کال تر عرب پسرلي وروسته، اماراتو د اسلامپالې (اصلاح ډلې) د ځینو غړو د نیولو عملیات پیل کړل چې د چارواکو په وینا، دې ډلې له اخوان المسلمین ‌ډلې سره د نظام د پرځولو دسیسه کې اړیکې لرلې.

اماراتو پر سیاسي ګوندونو او لاریونونو بندیز لګولی دی.

د ویډیو تشریح، شهزادۍ هیا بنت الحسین څوک ده؟

وړاندې،‌ یوه بریتانیايي اکاډمیک شخصیت متیو هیدجز چې په اماراتو کې د جاسوسۍ په تور بندي شوی و، ویلي وو چې په ۲۰۱۸ کال د بند پرمهال (رواني ربړونه) ورکړل شوې ده.

د اماراتو د رسنیو دفتر سم لاسي پر وروستیو ادعاوو د غبرګون لپاره د بي بي سي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

متحده عربي اماراتو وړاندې دغه ډول ادعاوې رد کړې او دا یې بې بنسټه بللې دي.