ایران کې د کورونا مړینو او مثبتو پېښو نوی رېکارډ؛ "روغتونونه ډک شوي"

د عکس سرچینه، Fars/ali dehghan
په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله د مړینو او مثبتو پېښو نوی رېکارډ جوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د ایراني پارلمان د روغتیا کومېټې یو غړي ویلي، په ټول هېواد کې روغتونونه ډک شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ایران د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ کسان له کورونا وېروس مړه شوي او څه باندې ۳۹ زره کسان پرې اخته شوي دي.
دا د کورونا وبا له پیل راهیسې په ایران کې د ۲۴ ساعتونو موده کې د مړینو او مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د یکشنبې ورځې شمېرې ښیي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړینو او مثبتو پېښو شمېر د شنبې ورځې پرتله څلوېښت سلنه لوړ شوی دی.
د بي بي سي پلټنو موندلې چې په دې هېواد کې د مړنیو او مثبتو پېښو شمېر ښایي تر دې هم څو واره لوړ وي.

د عکس سرچینه، IRNA
دا مهال په ایران کې ۳۳۶ ښارونو په (سره) یا تر ټولو جدي کټګورۍ کې دي، ۸۴ ښارونه په (نارنجي) کټګورۍ کې دي، په دې معنا چې وضعیت ډېر خراب نه دی، او ۲۸ ښارونه په (ژېړ) کټګورۍ کې دي، یعنی هلته وضعیت یو څه ښه دی.
خو داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې ګڼو ښارونو کې د کورونا ضد محدودیتونه سم نه مراعت کېږي او خلک ټولنیز واټن او نورو سپارښتنو ته پام نه کوي.
ایران کې د کورونا وضعیت داسې مهال مخ په خرابېدو دی چې د محرم میاشتې رانږدې کېدو سره د ګڼو جلوسونو او د خلکو د راټولېدنو احتمال هم شته.
چارواکي اندېښمن دي چې که خلک په ګڼ شمېر کې د محرم میاشتې مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي نو ورسره به وضعیت لا ترینګلی شي.
د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د شنبې پر ورځ د کورونا ضد مبارزې لړ کې خپله لومړنۍ ناسته کې اعلان وکړ چې د بحران د مهارولو لاره به یوه اوونۍ کې نوې طرحه اعلان کړي.
نوموړي وویل، نه یوازې په کور دننه به د کورونا ضد واکسین تولیدوي، بلکې له بهره به یې د واردولو لپاره هم اړین اقدامات کوي.




















