د ایران روغتیا وزارت: د کورونا د ورځنیو مړینو شمېر به تر ۶۰۰ واوړي

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران کې د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي ویلي، د دغه هېواد "۹۰ سلنه ولسوالۍ د کورونا وبا د خپرېدو له اړخه سره کرښه کې دي" او "وړاندوینې ښيي چې تر راتلونکې یوه نیمې میاشتې به د مړینو ورځنی شمېر ۶۰۰ تنو ته ورسېږي."
هغه د ایران دولتي تلویزیون سره مرکه کې زیاته کړه، که روغتیايي لارښوونو ته پام ونه شي، د ورځنیو مړینو شمېر ان ۸۰۰ تنو ته هم لوړېدای شي.
نوموړي ویلي، ایران کې د کورونا واکسیناسیون ناوخته پیل شو او دمګړۍ دغه هېواد کې په هرو ۴ دقیقو کې یو کس له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مري.
ښاغلی حریرچي وویل، ایران کې د کوویډ-۱۹ له کبله مړینې ۳۸ سلنه لوړې شوې او راتلونکو ۱۰ ورځو کې به د ورځنیو مړینو د ډېرېدو لړۍ دوام ولري.
د ایران روغتیا وزارت دغه چارواکی وايي، هېواد کې یې دمګړۍ "یوازې ۳۹ سلنه روغتیايي مقررات پام کې نیول کېږي."
د ایران روغتیا وزیر سعید نمکي تېره ورځ (یکشنبه) د دغه هېواد له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په یوه لیک کې غوښتي و چې د کورونا پنځمې څپې سره د مقابلې لپاره دې ټول هېواد دوه اوونۍ رخصت شي.
د ښاغلي نمکي لیک داسې مهال خپور شو چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د کابینې وروستۍ غونډه کوله.
ټاکلې شوې هغه سبا سې شنبه واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي.
د ایران روغتیا وزیر دغه لیک کې غوښتنه کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشرتابه او د ملي امنیت عالي شورا د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي هڅو کې "جدي مداخله" وکړي.
هغه ویلي د عامه نظم ځواکونه باید د روغتیايي مقرراتو سرغړوونکو سره "سخت" چلن وکړي.
د ایران عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې پرون (یکشنبه د اګست لومړۍ) دغه هېواد کې ۳۶۶ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه او له ۳۲ زرو ډېر نور پرې تازه اخته تشخیص شوي دي.
خو روغتیايي متخصصان ایران کې د کورونا وېروس له اړخه د مړینو اصلي شمېر د دولت لخوا د اعلانېدونکو رسمي ارقامو څو برابره لوړ ګڼي.
د سیروم کمښت ته د روغتیا وزارت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران روغتیا وزارت د خوړو او درملو سازمان روغتونونو کې د سیروم او مقطرو اوبو په ګډون د ځینو اړینو درملو د کمښت خبرونو ته په اشاره ویلي "سیروم جوړوونکو ژمنه کړې چې دا تشه به ډکه کړي."
د دغه سازمان د درملو چارو عمومي مدیر حیدر محمدي وايي یوه سیروم جوړوونکې کمپنۍ د تولید برخه کې د راپورته شوې ستونزې په حل بوخته ده او ژمنه یې کړې چې دا ستونزه به د میاشتې تر پایه حل شي.
هغه تودوخه د سیروم د کمښت بل لامل بللی او ویلي یې دي دمګړۍ له دې کبله چې هوا ډېره توده ده، خلک د بدن اوبو له کمښت سره مخامخېږي او ډاکټران ورته سیروم وړاندیزوي.
د ایران روغتونونو کې د سیروم په څېر د اساسي درملو د کمښت موضوع له تېرې ورځې ټولنیزو پاڼو کې ډیره خوله په خوله کېږي.
په دې لړ کې د شقایق دهقان په نوم ایرانۍ ممثلې هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دریم ځل په کورونا اخته شوې او ګواکې دا ځل درمل هم کم دي.
هغې ویلي د سیروم په څېر درمل چې باید په کورونا اخته ناروغانو ته ور کړل شي، بازار کې نه موندل کېږي


















