روغتیا نړیوال سازمان: د بې وزله هېوادونو وګړو ته باید واکسین ورکړل شي

کووید۱۹

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د دغه سازمان مشر ډاکټر تیدروس ادهنوم ګیبریسوس ویلي، د تقویتي دوز واکسین درول به د نړۍ په لروبر کې د هر هېواد لږترلږه ۱۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین رسېدل اسان کړي.

د اسرائیل او جرمني په څېر هېوادونو خپلو هغو وګړو ته چې د کووید-۱۹ واکسین دوه ډوزه یې کړي د دریم ډوز پیلولو اعلان کړی دی.

خو روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې بې وزله هېوادونه د واکسین له کمښت کړېږي.

د دغه سازمان د رپوټ له مخې، د منځنۍ کچې عاید لرونکي هېوادونه د واکسین د کمښت له کبله هرو ۱۰۰ وګړو ته یوازې یونیم ډوز واکسین وکړ.روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکې سپتمبر تر پایه د کورونا وبا ضد دریم تقویتي دوز واکسین د ځنډولو غوښتنه کړې او وايي چې په دې سره به د نړۍ هر هېواد ته دا امکان برابر شي چې لږترلږه ۱۰ سلنه وګړي یې واکسین شي.

ګیبریسوس د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه کړې او وايي، ټیټ عایده هېوادونو ته باید د واکسین مرستې ډېرې شي.

د نوموړي څرګندونې د روغتیا نړیوال سازمان یوه جدي غوښتنه ده ، چې د لوړ عایده او ټیټ عایده هېوادونو ترمنځ د تشې ډکولو هڅه یې بولي.

خو داسې نه ښکاري چې د روان وضعیت له کبله دې د راتلونکې میاشتې تر پایه هر هېواد خپلو لس سلنه وګړو ته واکسین ورکړای شي.

د بېلګې په توګه، په هایټي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې هېڅ کوم وګړي د کورونا وبا دویم ډوز واکسین نه دی کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، ان په اندونیزیا کې هم چې په وروستیو میاشتو کې پکې د ډلټا بڼې له کبله د کورونا وبا پې‍ښې په لوړېدو دي،‌یوازې ۷٫۹ سلنه وګړو د کورونا واکسین کړی دی.

له خطر سره مخامخېدونکو ته واکسین

کووید۱۹

د عکس سرچینه، EPA

اسرائیل هغو کسانو ته تقویتي واکسین پیل کړی چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو لوړ دي، حال دا چې د سې شنبې په ورځ جرمني وویل خپلو وګړو ته به د موډرنا او فایزر-بیونټیک واکسین دریم ډوز هم پیل کړي.

خو بریتانیا کې به له سپتمبر میاشتې راهیسې هغو میلیونونو خلکو ته چې له خطر سره ډېر مخامخېدونکي دي تقویتي واکسین وشي.

امریکا لا تر اوسه د تقویتي واکسین په اړه څه نه دي ویلي، خو سپینې ماڼۍ د تېرې چارشنبې په ورځ وویل، په بهر کې نورو ته د واکسین وېشلو کافي اندازه واکسین لري.

دا لومړی ځل نه دی چې روغتیا نړیوال سازمان پر شتمنو هېوادونو د ټیټ عایده هېوادونو له وګړو سره د واکسین د مرستې غږ کوي.

په تېره مې میاشت کې یې هم پر شتمنو هېوادونو غږ کړی و چې ماشومانو او زلمیانو ته د واکسین ورکولو پلان وځنډوي او پر ځای یې اړمنو هېوادونو ته ورکړي.

د ویډیو تشریح، له کورونو د کووید-۱۹ مړي راغونډوي