تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکيې پراخو اورلګېدنو کې لږ ترلږه اته کسان مړه شوي
د ترکيې په جنوب لوېديځ کې د پراخو ځنګليزو اورلګېدنو له امله لږه ترلږه اته تنه مړه شوي دي. دغو اورونو هوټلونو او کورونو ته ګواښ پېښ کړی او په سمندرغاړو کې بهرني سیلانیان له استوګنځیو څخه ایستل شوي دي.
دا اور له شپږو ورځو راهيسې لګېدلی دی چې په تېرو څو لسيزو کې په ترکيه کې دا د اورلګېدنې يوه ستره پېښه ده.
ترکيې چارواکو د دوشنبې پر ورځ ويلي وو چې په ۱۳۰ ځايونو کې لا هم اور بل دی او اور وژونکي يې د کابو کولو هڅې کوي.
سیمه ییزې رسنۍ وايي د ترکیې د سمندري غاړو ساتونکې بېړیو اود ځینو خصوصي بېړیو په مرسته سیلانیان خوندي ځایونو ته وړل کېږي.
راپورونه وايي د بودروم په ښارکې درې پنځه سټوريزه هوټلونو څخه خلک ایستل شوي.
د دغو اورلګېدنو له امله چې د چارشنبې راهیسې سوزي شپږ کسان وژل شوي دي.
د شنبې پر ورځ د دوو نورو کسانو د وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي.
د ترکیې د مدیترانې او ایجن سمندرغاړو کې چې ډېرسیلانیان ورته ورځي په زرګونو کسان د تقریبا ۱۰۰ بېلو اورلګېدنو سره په مبارزه بوخت وو.
مامورین وايي له لسوپرته اوس تقریبا نور ټول اورونه ترکنټرول لاندې راوستل شوي.
د یکشنبې ترسهاره پورې لا اورونه لګېدلي وو
سیمه ییزو رسنیو داسې ډرامه اي تصویرونه خپاره کړي چې ښيي خلک له خپلو کالیو سره له سیمې تښتي ځکه چې له غرنیو ځنګلونو څخه اورونه په چټکۍ سره ورنږدې کېدل. معلومه نه ده چې دا تصویرونه دقیقا کوم وخت اخیستل شوي.
پلټونکي هڅه کوي معلومه کړي چې ایا ځینې دا اورونه په قصدي ډول اچول شوي که څنګه. راپورونه وايي لږترلږه یو شکمن کس د قصدي اوراچونې په تور نیول شوی دی.
د ترکیې جنوب لوېدیځې سیمې، مرمریس، ته نږدې د اوروژنې لپاره له څرخي الوتکې کاراخیستل کېده
ولسمشر اردوغان ژمنه کړی چې د اورلګېدنو د ناورین له امله سلګونو اغېزمنو خلکوسره د مرستې لپاره به هرډول زیار وباسي.
په هېواد کې د اوروژونکو الوتکو د کمښت له امله پر ولسمشر ډېرې نیوکې شوي.
خو هغه وویل "د الوتکو په اړه د ستونزو اصلي علت دا دی چې د ترکیې د هوايي چلند ټولنې ونشوای کولاې خپلې الوتکې په نوې تکنالوجۍ سمبال کړي".
هغه وویل چې د اور وژلو په عملیاتوکې اوس د ازربایجاني، ایراني، روسي او اوکرایني الوتکو څخه کار اخیستل کېږي.