د کورونا ضد چینايي واکسینونه څومره اغېزناک دي؟

چینايي واکسین، کورونا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کورونا ضد چینايي واکسینونه د ټیټې او مینځنې کچې عایید لرونکو هېوادونو کې ډېر کارول کېږي.
    • Author, پابلو اوچاو
    • دنده, بي بي سي ورلډ سروس
  • د خپرېدو وخت

د کووېډ-۱۹ ضد دوو چینايي واکسینونو ساینو واک او ساینو فارم په اړه په دې وروستیو کې منفي خبرونه خپاره شول چې ګواکې التهاب ډېروي او ځیني هغه کسان ترې مړه شوي هم دي چې دغه واکسینونه یې لګولي وو.

که څه هم کارپوهان وايي چې دې واکسینونو د ګڼو خلکو ژوند ژغورلی، خو بیا هم دې منفي خبرونو د چینايي واکسینونو د موثریت په اړه پوښتنې پېدا کړې.

دا دواړه واکسینونه د ټیټې او مینځنې کچې عایید لرونکو هېوادونو کې ډېر کارول کېږي ځکه نو اغیزه به یې هم لویه وي.

خو آیا د دې واکسینونو په اړه اندېښنې پرځای دي؟ هغه هېوادونه چې دغه واکسینونه کاروي څه کولای شي چې خپل وګړي خوندي کړي؟

واکسین څنګه کار کوي؟

دغو دواړو واکسینونو کې چې یو یې بیجینګ کې د ساینو واک بایټیک او بله یې د دولتي ساینو فارم کمپنۍ له خوا جوړ شوی داسې غېر فعال وېروسونه کارول شوي چې د انسان په بدن کې هغه انټي باډي ډېروي چې له وېروس سره مبارزه کوي.

واکسین کې کارول شوی وېروس انسان ته له پېچکارۍ کولو دمخه وژل کېږي او په دې توګه بیا نه شي کولای چې کووېډ-۱۹ له یو کس نه بل ته ولېږدي.

په برازیل کې د ساینو واک واکسین په ازمایښتي پړاو کې چې دویم ډوز یې له لومړني نه ۱۴ ورځې وروسته خلکو ته شوی تر ۵۱ سلنې پورې یې د کووېډ-۱۹ پرضد موثریت لرلی دی.

په ګڼو نورو هېوادونو کې بیا د ساینو فارم واکسین ازماښتي پړاونو کې د واکسین موثریت تر ۷۹ سلنې پورې و.

دا واکسینونه مهمې ځانګړنې لري، کېدای شي چې په عادي یخچالونو کې وساتل شي، چې له دې سره بې وزله هېوادونه کولای شي چې دا واکسینونه زېرمه کړي.

دواړه واکسینونه د اسیا، سویلي امریکا او افریقا په نژدي ۱۰۰ هېوادونو کې کارول کېږي.

مصر او مراکش په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د افریقا لومړني هېوادونه به وي چې د دې دوه ډوله واکسینونو جوړول پیل کړي.

د ساینسي څیړنو د یوې کمپنۍ د شمېرو له مخې ویل کېږي چې سږکال به د ساینو واک واکسین ۲ اعشاریه ۹ میلېونه ډوزه تولید شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې واکسین ۹۴۳ مېلیونه ډوزه وار دمخه تولید شوي دي.

خلک کومو هېوادونو کې ناروغېږي؟

چیلي، منګولیا او سېشېل ټاپوګانو کې د چینايي واکسینونو له کارولو سره سره ناورغۍ په ډېریدو دي.

چیلي پر ګرځېدو بندیز لګولی او پر سفر کولو یې هم محدویتونه وروسته له هغه ولګول چې د کورونا ډېلټا بڼې چې تر نورو ډېره ساري ده پېښې ثبت شوې.

تر دې دمه د چیلي د ټول نفوس ۷۰ سلنه وګړي په بشپړه توګه د ساینو واک واکسین شوي دي.

واکسین، کورونا، چین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په اندونیزیا کې تر ډېره خلکو ته ساینو واک واکسین کېږي او تراوسه د ټول نفوس یوازې ۵ سلنه واکسین شوې ده.

دغه راز په سېشېل ټاپوګانو او منګولیا کې هم په دې وروستیو کې ناورغۍ ډېرې شوې دي.

په سېشېل ټاپوګانو کې ۶۸ سلنه وګړي او په منګولیا کې ۵۵ سلنه وکړي د ساینو فارم واکسین شوي دي.

په اندونیزیا د ډاکټرانو او روغتیا پالانو ټولنې ویلي ۳۰ تنه روغتیا پالان د ساینو واک واکسین له دوو ډزو سره سره مړه شوي دي.

آیا چینايي واکسینونه ناکام دي؟

واکسینونونه د هغه څه یوازینی لامل نه دي چې په دغو هېوادونو کې روان دي.

په اندونیزیا کې د ډاکټرانو ټولنه وايي نورو ناروغیو هم ښايي د روغتیا پالانو په مړینه کې رول لرلی وي.

د سره صلیب ټولنه وايي په اندونیزیا کې د نفوس د یوازې پنځه سلنې له واکسینېدو سره دا هېواد ''د ناورین په څنډه '' کې دی هغه هم په داسې حال کې چې روغتیايي کارکونکي اوږده ساعتونه کار کوي او پر وېروس د اخته کېدو له خطر سره ډېر مخامخ دي.

چیلي، کورونا، واکسین، چین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګومان کېږي چې په چیلي کې د کورونا د پېښو د ډېریدو لامل دا دی چې خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې له لومړي واکسین وروسته په مجلسونو کې سره ټول شي.

په چیلي کې ځیني کارپوهان د کووېډ-۱۹ په پېښو کې د ډېرولي لامل دا بولي چې د تېر اپریل میاشت کې خلکو ته اجازه ورکړل شو چې له لومړني واکسین وروسته مجلسونو کې سره ټول شي.

په منګولیا او سېشېل ټاپوګانو کې بیا چارواکو ټینګار کړی چې دعلته ډېری مړه شوي کسان هغه وو چې واکسین شوي نه وو.

خو کارپوهان دا خبره هم کوي چې هېڅ واکسین ۱۰۰ سلنه انسانان نه شي خوندي کولی.

استرالیایۍ پروفیسورې فوینا روسېل یوې چینایۍ ورځپاڼې ته ویلي ''په اوس مهال کې تر ټولو مهمه دا ده چې د ناروغۍ او مړینو مخنیوي وشي، ټولو واکسینونو د جدي ناروغه کېدو او مړینو په مخنیوي کې ښې پایلې لرلې دي. ''

چینايي واکسین، کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دواړه چینايي واکسینونه د ناورغۍ د جدي کېدو او روغتونونو کې د بستر کېدو په مخنیوي کې تر ډېرې کچې پورې موثریت لرلی دی.

په برازیل کې د ساینو واک واکسین په ازمايښتي پړاو کې د ناروغۍ د جدي کېدو او روغتونو کې د ناروغانو د بستر کولو په مخنیوي کې د دې واکسین پایله ۱۰۰ سلنه مثبته وه. د ساینو فارم موثریت بیا ۷۹ سلنه و.

د هانګ کانګ پوهنتون پروفیسور بین کاولینګ وايي سره له دې چې دواړه واکسینونه د موثریت جلا کچې لري دواړو د ناورغۍ د ناوړه کېدو په مخنیوي کې په لوړه کچه اغیزمنتیا لرلې ده.

نوموړي بي بي سي ته وویل دا په دې مانا ده چې دې واکسینونو وار دمخه د ګڼو خلکو ژوند ژغورلی دی.

د چینايي واکسینونو موثریت د ډېلټا بڼې پر وړاندې څومره دی؟

کورونا، واکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کې چې په ټوله کې د کورونا ضد ټول واکسینونه د دې وېروس په مخنیوي کې ګټور دي.

که څه هم د دې واکسینونو موثریت د کورونا وېروس د هغې بڼې په اړه ازمایل شوی چې په لومړي ځل د چین په واهان کې موندلې شوې وه او په دې اړه هېڅ معلومات نشته چې دا واکسینونه به د وېروس د بېلا بېلو بڼو په مخنیوي کې څومره ګټور وي پروفیسور کاولینګ د خپلو څیړنو له مخې آټکل کوي چې دا واکسینونه به د ډېلټا بڼې په مخنیوي کې د نورو بڼو پرتله ۲۰ سلنه کم موثریت ولري.

د هغه د آټکل له مخې چینايي واکسینونه د بیټا بڼې پرضد چې په لومړي ځل سویلي افریقا کې موندل شوې وه ان له دې نه هم تر ډېر کچې لږ موثریت لري.

آیا اضافي واکسینونه باید ولګول شي؟

کورونا، واکسین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځیني کارپوهان وايي چې د واکسینونو د موثریت لپاره باید اضافي واکسینونه هم خلکو ته وشي چې دمګړۍ په ځینو هېوادونو کې د دریم واکسین کولو لړۍ روانه ده.

کارپوهان او حکومتونه په ډېرېدونکي ډول د دې پلوي دي چې خلکو ته دې د موثریت ډېرولو په خاطر نور واکسینونه هم وشي او یا دې دوه ډوله واکسین سره وکړای شي.

د هانګ کانګ پوهنتون پروفیسور جین ډونګ یان وايي فایزر او موډرینا واکسینونه کولای شي چې د خوندیتوب هغه کچه لوړ کړي چې ساینو واک او ساینو فارم واکسیونه یې انسان ته ورکوي.

په اندونیزیا کې به له کورونا سره د مبارزې د لومړۍ کرښې کسانو ته د ساینو واک له دوو واکسینونو وروسته د موډرینا واکسین هم وشي.

د بحرین حکومت له هغو کسانو نه چې عمرونه یې له ۵۰ کالو پورته دي غواړي چې د ساینو فارم له دوه ډوزه وروسته د فایز یو ډوز واکسین هم وکړي.

متحده عربي امارات او ترکیه خپلو وګړو ته د ساینو فارم او ساینو واک واکسینونو دریم ډوز هم ورکوي او تایلنډ هم په ورته اقدام غور کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي '' د کووېډ-۱۹ ضد چینايي واکسینونو د موثریت او خوندیتوب له اړخه په نړیوالې ټولنې کې ښه نوم ګټلی دی. ''