امریکا په عراق او سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر مرکزونو بریدونه وکړل

د خپرېدو وخت

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د عراق او سوریې سرحدي سیمه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر مرکزونو د هوايي بریدونو خبره کوي.

پنټګان خپله اعلامیه کې وايي، د ولسمشر جو بایډن په امر د یکشنبې په ورځ دا برید عراق کې د امریکايي بنسټونو او پوځیانو پرضد د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو غچ کې وشو.

تېره اونۍ په باروتو بار بې پیلوټه الوتکې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا پر اډه برید وکړ.

د دفاع وزارت یا پنټګان ویاند جان کربي خپل بیان کې وايي: ''څنګه چې د نن مازیګر برید ښيي، د امریکا ولسمشر بایډن وښودله چې د امریکايي پوځیانو د دفاع لپاره به لاس په کار شي. عراق کې د متحده ایالتونو پر ګټو د ایران ملاتړو ډلو پرلپسې بریدونو ته په پام ولسمشر د دا ډول نورو بریدونو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره د پوځي عملیاتو امر وکړ. ''

د پنټګان د ویاند په خبره، دې بمبار کې د سوریې دوو او د عراق یوه سیمه کې د ایران ملاتړو وسلوالو عملیاتي مرکزونه او سلاکوټونه په نښه شول.

د جان کربي په وینا، دا عملیات ضروري، مناسب او په داسې ډول و چې د ټکر زیاتېدو خطر کموي.

دا د جو بایډن د ولسمشرۍ له پیلېدو راهیسې دویم ځل دی چې امریکايي پوځ د خپلو ځواکونو پرضد د شویو بریدونو غچ کې د ایران ملاتړو وسلوالو مرکزونه په نښه کوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، دې بریدونو کې د امریکا اېف-۱۵ او اېف-۱۶ الوتکې کارول شوې او ټولې بېرته روغې خپلو اډو ته ستنې شوې دي.

دا بریدونه په داسې مهال دي چې د عراق د لومړي وزیر مصطفا کاظمي په مشرۍ حکومت د ایران ملاتړو وسلوالو د محدودولو هڅه کوي.

عراق کې پر امریکايي ګټو بریدونه

د ۲۰۲۱ کال لومړنیو شپږ میاشتو کې د بې پیلوټه الوتکو په مټ په عراق کې د امریکا پر ګټو نږدې ۴۵ بریدونه شوي دي.

امریکا ایران ملاتړي وسلوال د دې بریدونو مسوول بولي.

عراق او سوریه کې د امریکا دا بریدونه په داسې مهال دي چې واشنګټن له تهران سره د اټومي تړون بیا ژوندي کولو لپاره په ویانا کې د منځګړو له لارې خبرې کوي.

نږدې دوه نیم زره امریکايي سرتېري د دعش ضد ټلوالې چوکاټ کې عراق کې مېشت دي.