امریکا افغانستان او عراق کې سپکې جنګي الوتکې کارول ازمويي

د خپرېدو وخت

امریکايۍ فارن پالیسي لیکلي، په پام کې ده چې په لومړي په عراق او افغانستان کې د امریکا دفاع وزارت د سپکو جنګي الوتکو کارول وازمايي.

فارن پالیسي زیاتوي لس کاله وړاندې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د ایف ۳۵ او اې ۱۰ لویو الوتکو پر ځای د سپکو او وړو جنګي الوتکو د کارولو طرحه رامنځته شوه.

خپرونه زیاتوي دوه ډوله سپکې الوتکې ددغه طرحې د عملي کولو لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې یوه یې اې ۲۹ سپر ټکانو او بله یې اې ټي شپږ ولویراین ده.

لومړي یوه برازیلي شرکت او دوهمه یې یو امریکايي شرکت جوړوي.

خپرونه زیاتوي دغه الوتکي په پام کې ده راتلونکې کال عملاً په جګړه کې وکارول شي. دا طرحه وروسته له هغه رامخې ته شوه چې د لویو جنګي الوتکو د لوړې بیې او ډیر لګښت ته پام وشو.

دغه راز په ځینو حالاتو کې ولیدل شول چې دغه ډول الوتکې د ځینو عملیاتو لپاره مناسبې نه وې.

له هندي زانه د افغان بندي تېښته

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي یو افغان چې هند ته د نشه یې توکو د قاچاق په تور زنداني و، د نوي ډیلې له یوه روغتون تښتېدلی او اوس پولیس په لټه کې دي. چارواکو ویلي دغه ۵۴ کلن زنداني شکایت کړی و چې په نس او معده کې درد لري همغه و چې روغتون ته واستول شو، خو له روغتون په تېښته بریالی شوی.

له هغو دوه پولیس افسرانو په دنده کې د غفلت له امله څېړنه کې کیږي چې روغتون ته یې د ددغه زنداني د وړلو مسؤولیت درلود.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر وروستي سفر ته ځانګړې کړي او لیکي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره د جنرال قمر جاوید باجوه له لیدنو وروسته دواړه لوریو مثبتې څرګندونې کړي.

ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د پوځ د مشر شخصي هڅې نیک پایل ګڼي او زیاتوي چې دا ډول هڅې به ګټورې وي.

خو ډان په ورته وخت کې له افغانستان سره د اړیکو په اړه په پاکستان کې د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ همکارۍ ته اشاره کوي او زیاتوي ښايي دغه ډول همکاري رامنځته کول اسانه نه وي، خو له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې دغه ډول همکاري اړینه ده. د ورځپاڼې په وینا د افغانستان په اړه ګډ کار به له دغه هېواد سره د ښې ملګرتیا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لګښت

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس ویلي چې افغانستان ته د نویو سرتیرو په استولو سره به د امریکايي ځواکونو مالي لګښت یو ملیارده ډالره نور هم سوا شي او په دې سره به د دغو ځواکونو لګښت په کال کې ۱۲ اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړ شي.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي ماتیس د سنا مجلس د دفاعي کمیټې په غونډه کې له دې امله له سختو نیوکو سره مخامخ شول چې په سویلي اسیا او افغانستان کې د امریکا د نوې کړنلارې په اړه د مجلس غړو ته پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورځپاڼې ددغې کمیټې د مشر جان مک کین هغه خبره را اخستې چې ویلي یې دي سنا مجلس یواځې یو مهر نه دی چې د ولسمشر د هر ډول کړنلارې د تایید لپاره وکارول شي ، نو دده په وینا اړینه ده چې دوی ته د نوې تګلارې په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې پرون له امریکايی پوځي چارواکي له سختو پوښتنو سره مخامخ شول ، ځینو سناتورانو اندېښنه دا وه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ورځ تر بلې ښکیلیږي خو د ځینو په وینا د بریالیتوب لپاره روښانه تګلاره په مخ کې نه ښکاري.