هند او ګڼو نورو هېوادونو کې د یوګا نړیواله ورځ ولمانځل شوه

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په هندوستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک په اوم ځل د یوګا نړیواله ورځ لمانځي خو سږکال د کورونا وېروس له امله دا لمانځنه د تېر پرتله کم رنګه ده.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي چې په خپله هم د یوګا مینوال دی د خلکو په غوڼده کې له ګډون نه ډډه وکړه او د یوګا د نړیوالې ورځې په مناسبت یې ولس ته د ویډیو له لارې وینا وکړه.

په تېرو کلونو کې ښاغلي مودي خلک هڅول چې یوګا وکړي او ډېر ځله یې یوګا نړۍ ته د هندوستان ډلۍ بللې ده.

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي نن د وینا پرمهال وویل ''د کورونا وبا پرمهال یوګا میلیونونو انسانو لپاره د هیلې یو څرک دی. ''

هغه زیاته کړه ''هېڅ یو هېواد هم چمتو نه و چې د کورونا وبا خپره شوه. په دې سختو حالاتو کې موږ ولېدل چې یوګا پر ځان د باور یوه لویه سرچینه شوه. ''

دغه راز د هندوستان ولسمشر رام نات کوېند هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوازې یوګا وګړه او د کابینې ځینو غړو هم په ورته ډول د یوګا نړیواله ورځ په یوازې د یوګا په کولو ولمانځله.

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، .

د هندوستان ولسمشر وویل ''یوګا بشریت ته د هندوستان یوه بېسارې ډالۍ ده. ''

د هندوستان دفاعي ځواکونو هم پر خواله رسنیو د یوګا د نړیوالې ورځې د نمانځنې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره کړي دي.

چارواکو له خلکو نه غوښتنه کړې چې یوګا دې وګړي خو سپارښتنه یې کړې چې د یوګا لپاره دې لویې غونډې نه کوي ځکه چې هندوستان تازه د کورونا له دویمې خونړۍ څپې نه راوتلی دی.

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، HINDUSTAN TIMES

د کورونا وبا له امله محدودیتونه د دې لامل شوي چې میلیونونه کسان په کورونو کې پاتې شي.

کارپوهان وايي په دغسې حالاتو کې یوګا کولای شي چې په ژور خپګان د اخته کېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، NURPHOTO

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جون ۲۱مه د یوګا د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله او وايي سږکال دغه ورځ ''یوګا د روغتیا په خاطر '' تر سرلیک لاندې لمانځل کېږي.

د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې هم خلکو نن (جون ۲۱مه) د یوګا نړیواله ورځ ولمانځله.

په دې لاندني تصویر کې د چین په هوبي ولایت کې څو تنه میرمنې په یوه پارک کې د یوګا د نړیوالې ورځې د نمانځنې په خاطر یوګا کوي.

یوګا، هندوستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په نیویارک کې هم یو شمېر خلکو د یوګا نړیواله ورځ ولمانځله.

یوګا، نیویارک

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

دا د پاکستان په لاهور کې څو کسان دي چې په یو پارک کې د یوګا نړیواله ورځ په یوګا لمانځي.

یوګا، پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پلازمېنه کابل کې هم یو شمېر ښځو د یوګا تمرینونو ته مخه کړې ده.

دوی وايي، یوګا یې په جسمي او رواني روغتیا مثبت اغېز لرلی دی خو په کابل کې نامطلوب امنیتي وضعیت د یوګا کوونکو مېرمنو پر وړاندې ستره ننګونه ده.

یوګا د یو لړ جسمي، روحي او معنوي حرکتونو ټولګه ده چې له هندوستانه نورو هېوادونو ته لېږدېدلې ده.