کمیاب مصری باز ۱۵۰ کاله وروسته بریتانیا کې راڅرګند شو

د عکس سرچینه، WILL WAGSTAFF
په لومړي ځل ۱۵۰ کاله وروسته په بریتانیا کې یو ناویات(کمیاب) مصری باز لیدل شوی، چې ویل کېږي دا کار په یوه پېړۍ کې یوازې یوځل تکرارېږي او باور دا دی چې دا سارايي مرغه د فرانسې له شمال نه سیلي ټاپوګانو ته رسېدلی دی.
که دا ثابته شي چې دا د "ډېر کمیاب" مصري باز د لیدو صحنه ده، نو د کارپوهانو په وینا دا به له ۱۸۶۸ کال راهیسې لومړۍ لیدنه وي.
د ناویات مصري باز د نادر لیدو شوقیان باید مخکې له دې چې دا باز ولاړ شي، د سیلي ټاپو ته ولاړ شي.

د عکس سرچینه، SCOTT REID
مخکې هم په بریتانیا کې د نادر مرغه د لیدو دوې صحنې ثبت شوې دي، چې یوه یې په ۱۸۲۵ کال په سمرسټ سیمه کې او بله یې په ۱۸۶۸ کال په اسیکس سیمه کې وه.
د اکسټر پوهنتون چاپېریال پوهنې پروفیسرې سټیورټ بیرهوپ ویلي: "که ثابته شي چې دا مرغه د سارايي مرغانو له نسله دی، دا به له ۱۵۰ کلونو یا ډېرې مودې وروسته لومړی ځل وي چې دلته لیدل شوی".
مصري بازان د اسپانیا او د فرانسې په شمالي برخو کې موندل کېدای شي.
پروفیسره بیرهوپ وايي، کره خبره دا ده چې دا به له فرانسې راغلی وي او لار به ترې ورکه شوې وي.
د مصري باز په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، SCOTT REID
دا ډول داړونکي مرغان د نسل له ورکېدو سره مخامخېدونکي دي، ځکه چې په نړۍ کې یې شمېر په کمېدو دی، نو ځکه ډېر نه لیدل کېږي.
دا کوچني بازان دي، کوچني سرونه لري، د سر بڼکې یې ولاړې وي او تېزه مښوکه لري. په وزرو کې یې تور رنګ هم ورګډ وي او لکۍ یې مېخ ډوله وي.
د لکۍ رنګ یې سپین او تور وي، پر ورمېږ او سینه یې ګڼې بڼکې وي.
مصري بازان د کډوالو مرغانو په ډله کې راځي، چې په اروپا کې اوږد مزل کوي او په ورځ کې تر ۶۴۰ کیلومترو واټن وهلی شي او تر ۵۰۰۰ کیلومترو واټن سفر هم کولی شي.
دا داړونکي مرغان ګڼل کېږي، په منګولو کې کوچني ګاټي هم لېږدولی شي چې د ځینو مرغانو پیړې هګۍ پرې ووهي او ماتې یې کړي.
سپېڅلی فرعوني مرغه

د عکس سرچینه، Getty Images
د مصري باز یادونه په هیروګلیفي لیکنو کې هم راغلې ده، چې د (ا) توري استازیتوب کوي، په پخوانیو معبدونو کې - لکه د مصر صعید اډیفو معبد کې - یې هم رسمونه کښل شوي دي.
دا چې لرغونو مصریانو باور لاره ټول بازان ښځینه دي او د نارینه باز له مداخلې پرته پخپله له هګۍ پیدا شوي دي، دا مرغان یې له سپېڅلتیا او مورتوب سره هم غوټه کړي دي.
د خدایۍ رتبې ته ارتقا

د عکس سرچینه، Getty Images
په فرعوني میتولوجي کې، دغو بازانو ته د مورتوب او ښېرازۍ د الهې ایزیس لخوا ځانګړی تقدس شوی، ان تر دې کچې چې د خدایۍ مرتبه ورکړل شوې ده، لکه د صعید منځګړې او د فرعون پالونکې (نخبت).
د "نخبت" انځورونه د ښځینه باز په بڼه کښل شوي، دا چې هغه د فرعوني پاچاهانو پالونکې او ملاتړې وه، پر دوی د وزرو غوړولو پرمهال انځور شوې چې د ملاتړ او پالنې معنا ورکوي.





















