تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حماس له لمبه يي بالونونو وروسته اسراییل پر غزه بمبار وکړ
سراییل وايي له هغه وروسته یې غزه کې د حماس پر موخو هوايي ګوزارونه وکړل چې له هغه ځایه اسراییلو ته لمبه يي(اوریز یا اور اچوونکي) بالونونه واستول شول.
د سې شنبې په ورځ څو بالونونه له غزې اسراییلو ته ولیږل شول، چې هلته د اورلګیدنې سبب شول.
دا د اسراییلو او حماس ترمنځ تر یوولس ورځنۍ جګړې وروسته، چې مې میاشت کې اوربند سره پای ته ورسیده، لویه مقابله ده.
د اسراییل دفاعي ځواک ویلي، جنګي جټ الوتکو یې په خان یونس او غزه ښار کې حماس وسله والې ډلې پورې اړوند ځایونه په نښه کړي.
دوی یوه بیان کې زیاتوي: "دغه سیمه کې ترهګریزې چارې روانې وې او د اسراییل پوځ له غزه تراړې د ترهګریزو چارو دوام ته په پام د دوښمنۍ په ګډون ټولو سناریوو ته تیار دی. "
لا معلومه نه ده چې هوايي بریدونو مرګژوبله اړولې ده که نه.
غزه کې د بي بي سي یو خبریال خواله رسنیو کې د ویډیو خپرولو سره وايي، اسمان کې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکو غږونه اوس هم اورېدل کېږي.
دا پیښې وروسته له هغه کیږي، چې یوې لویې توندلارې ملتپالې اسراییلۍ ډلې پر۱۹۶۷ کال له اسراییلو سره د ختیځ بیت المقدس د یوځایولو لماځنې په پار په کلني لاریون لاس پورې کړ.
۲۶ ورځې وروسته تر هغه چې نږدې ۲۵۰ فلسطینیان او ۱۳ یهودیان په کړکېچ کې ووژل شول، د یهودیانو دا لاریون د اسراییلو له خوا یو ځل بیا د غزې د بمبارۍ لامل شو چې اسراییلي تنظیموونکي یې سوله ییز او دودیز بولي.
د بیرغ لاریون په ۱۹۷۶ کال کې د اسراییلو له خوا د بیت المقدس ختیځ لوري د نیولو لمانځنه ده.
پرون په ختیځ بیت المقدس کې د افراطي یهوديانو له خوا د بیرغ لاریون له پیل سره، په سیمه کې د دغه لاریون ضد معترضو فلسطینیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو او نن سهار وختي د اسراییلو دفاعي ځواک خبر ورکړ چې پر غزې یې ځکه بمباري کړې چې له دې ځایه پر اسراییلو اور خپروونکې(لمبه يي) پوکاڼۍ یا بوغۍ ور اېله شوې دي.
لبمه يي پوکاڼۍ
د فلسطیني وسلوالو له خوا اسراییل ته د لمبه يي پوکاڼیو استولو پخوا هم اسراییلو ته زیان ور اړولی او داسې وي چې ګڼو هوايي پوکاڼیو سره په تېلو یا نورو اور اخیستونکو موادو لړلي شیان هوا ته خوشي کوي چې وروسته د اور لمبې ترې لاندې څاڅي.
د اسراییلو اطفایې ویلي د څو لمبه يي پوکاڼیو له امله د دغه هېواد سوېل کې لږترلږه شلو ځمکو کې اور لګېدلی.
حماس مخکې ګواښ کړی و چې ختیز بیت المقدس کې د اسراییلي ملتپالو لاریون ته به غبرګون وښي.
ځايي رسنۍ وايي، له لاریون مخکې د اسراییل پوځ تیارسي شو او دا پوځ وايي، د فلسطنیانو د ممکنه اور سره د مقابلې لپاره یې توغندي ضد ډال هم په کار اچولی دی.
دا لاریون د نوي اسراییلي لومړي وزیر نفتالي بېنت لپاره لومړنۍ جدي ازموینه ده.
د بیت المقدس ختیځ کې د یهودي توندلارو لاریون پیلېدو سره د اسراییل پولیس او فلسطنیان هم سره ونښتل.
ویل کېږي د بیرغ لاریون په لار کې د امنیت ټینګولو لپاره دوه زره پولیس ګومارل شوي دي.
خو فلسطیني معترضان وروسته له هغه اسراییلي پولیسو سره نېغ شول چې د افراطي یهوديانو ځنډېدلي لاریون پیلېدونکی و او د لیکې بدلون یې د اسراییلو نوي دولت له خوا منظور شوې وه.
په ختیځه خوا کې لږترلږه ۳۳ فلسطینیان ژوبل شوي او ۱۷ نور د پولیسو له خوا نیول شوي.
د رسم ګذشت ترسره کوونکي دا لاریون خپل حق بولي.
یو لاریونوال یتان مېر وايي: "اخري خبر دا ده چې که موږ دا اندېښنه وکړو چې خلک زموږ په اړه څه فکر کوي او یا دا چې بده پرې لګېږي، نوموږ باید خپل بیکونه وتړو او ولاړ شو ځکه چې زموږ په سیمه کې ډېر خلک د اسراییلو د شتون مخالف دي. "
خو د فلسطین لومړي وزیر خبرداری ورکړی و چې خطرناکې پایلې به ولري ا و فلسطینیان هم وایي چې داسې پرېډونه تاریخي شالید ته په کتو په تاوتریخوالي اوښتی شي.
د فلسطین ملي شورا نړیوال مرستیال بشیر ازه بي بي سي ته وویل: "له بده مرغه د پارولو عنصر یې لا نه دی بدل شوی ځکه چې دا به ختیځ بیت المقدس له لارو کوڅو تېرېږي په تېره بیا د زاړه ښار له منځه چې د دمشق دروازه ده او له بده مرغه ورته کار پخوا هم د تاوتریخوالو پېښو یې ټوکولې وې."
دا لاریون په بیت المقدس کې معمولاً له عرب او مسلمان مېشتو سیمو تېرېږي. پر دوشنبه د اسراییلو نوي دولت د لاریون تغییر ورکړل شوې تګ لیکه تایید کړه، چې له مخې یې لاریونوال د عربانو په بازار له مشهورې سیمې تېرېږي خو د ختیخ بیت المقدس مسلمان مېشتې سیمې ته نه ننوځي.
له واک پرېښودو مخکې بنیامین نتنیاهو د دې لاریون اجازه ور کړې وه او نوي حکومت هم دوشنبه دا پرېکړه تایید کړه.
د اسراییل نوی لومړی وزیر نفتالي بېنت خپله هم توندلاری سیاستوال دی، خو د ده په مشرۍ ایتلافي حکومت له ښي لاسو او چپ لاسو جوړ او اول ځل پکې عرب ګوند هم شته.
د ښاغلي بېنت د ایتلاف په اعتراض کې یوه ډله لاریونوالو داسې پوسټرونه درلودل چې پکې لیکي و: "درواغجن بېنت. "
ښاغلي بېنت مخکې ویلی و، داسې ایتلاف کې ګډون نه کوي.