تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لامبوزن د کب په خوله کې ۳۰ ثانیې پاتې، خو وژغورل شو
یو امریکایی ښکاري کیسه کوي چې څنګه کب دی تېر کړ خو خېټې ته له ننویستلو مخکې یې ځان د کب له خولې راویوست.
مایکل پاکارډ وايي، د ماساچوسټس ایالت پروفینسټاون کې د غوټې وهلو پرمهال کب پرې برید وکړ او له ۳۰ تر ۴۰ ثانیو د یوه لوی کب په خوله کې پاتې شو.
که څه هم د هغه مېرمنې ده ته تل ویل چې یوه بله دنده پیدا کړي، خو دی وايي چې له خپلې ۴۰ کلنې دندې سره یې ډېره مینه ده.
یاد کب چې پاکارډ یې تېر کړی و، تر ۵۰ ګامونو (۱۵ مترو) اوږدوالی او نژدې ۳۶ ټنه وزن لري.
د سمندري ژوو د نړیوالې صندوق د معلوماتو له مخې، په ګرده نړۍ کې د دا ډول کبانو شمېر شاوخوا شپېته زره دی.
۵۶ کلن پاکارډ کیپ کوډ ټایمز ورځپانې ته ویلي، دی او ملګری یې د جمعې په ګهیځ په یوه کښتۍ کې سپاره شول، هوا هم ښه وه او ۲۰ ګامه مخکې د لیدو وړتیا یې هم ښه وه.
دی زیاتوي، کله یې چې له کښتۍ د غوټې وهلو لپاره اوبو ته ورټوپ کړل "د تیارې احساس مې وکړ او هرڅه راته تیاره شول".
پاکارډ باوري دی چې کوم یوه لوی سپین نهنګ کب برید پرې کړی، بیا مې داسې حس کړه چې دا کب غاښونه نه لري".
نوموړی زیاتوي: "پوه شوم چې اې خدایه زه خو د کب په خوله کې یم او غواړي چې ما تر ستوني تېر کړي. ژر به مړ شم".
پاکارډ زیاتوي، هغه وخت یې د خپلې مېرمنې او دوو بچیانو (چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کاله دي) په فکر کې شو.
"ناڅاپه کب د اوبو سطحې ته راوخوت خوله یې پرانیسته او سر یې وښوراوه".
"زه یې له خولې وغورځولم او اوبو کې ولوېدم. ازاد شوم او اوبو کې مې غوټې ووهلې. هېڅ مې زړه ته نه لوېده چې ګنې وژغورل شوم. اوس دلته دا دی تاسو ته خپله کیسه کوم".
دی وايي خپل ملګری یې په کښتۍ کې ولید چې دده په لټه کې و او د اکسیجن ډبه یې پر ځان پورې تړلې وه.
یوه کارپوه کیپ کوډ ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دا ډول کبان تر ډېره انسان له ستوني نه تېروي.