تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل د بیت المقدس زاړه ښار کې د 'بېرغونو لاریون' تایید کړ
اسرائیل حکومت وايي، د دغه هېواد توکمپالو هغه مارش یا لاریون راتلونکې اونۍ تر سره کېدای شي چې منتظمین یې د پولیسو تایید ته منتظر دي.
دغه مارش د روانۍ اونۍ پنجشنبې ورځې لپاره پلان شوی و، خو پولیسو یې د مسلمانانو مېشت سیمې له لارې د تېرېدو تګلاره رد کړه او منتظمینو وځنډاوه.
فلسطینیان دا چاره یوه پاروونه بولي. حماس ډلې خبرداری ورکړی چې دغه مارش په غزه کې د یوه نوي بحران رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
تېره میاشت د اسرائیل او فلسطیني وسله والو تر منځ ۱۱ ورځنیو سختو نښتو کې غزه کې ۲۵۶ او په اسرائیل کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.
د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو کابینې د سې شنبې پر ورځ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د 'بیرغونو مارش ' د جون پر ۱۵ مه د ''پولیس او منتظمینو تر منځ د بڼې پر سر له هوکړې وروسته ترسره کېدای شي. ''
د یادونې ده چې اسرائیل پارلمان د یکشنبې پر ورځ د نوي حکومت لپاره رایې اچوونه کوي. که نوی اییتلاف د پارلمان له لوري تایید شي، ښاغلی نتنیاهو به له ۱۲ کاله واکمنۍ وروسته خپل ځای نوي لومړي وزیر ته پرېږدي.
د بیت المقدس کلنۍ ورځې مارش معمولاً د مې میاشتې پر ۱۰ نېټه تر سره کېږي او اسرائیلیان په دې مناسبت د ۱۹۷۶ کال منځني ختیځ جګړه کې د اسرائیل له لوري د ختیځ بیت المقدس نیول لمانځي.
سلګونه اسرائیلي ځوانان په دې مارچ کې د مسلمانانو مېشت ځایونو په خوا کې د دمشق دروازې له لوري رپاند بېرغونه په لاسونو کې تېرېږي، شعارونه ورکوي او هېوادنۍ سندرې وايي.