اسرائیل: د بشري حقونو 'اتل' پاکستان پخپله ښيښه يي ماڼۍ کې اوسي

د خپرېدو وخت

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر الون یوشپیز پر پاکستان نیوکه کړې او دغه هېواد ته یې یادونه کړې چې په خپل کور دننه هم د بشري حقونو د وضعیت په اړه فکر وکړي. هغه په یوه تازه ټویټ کې لیکلي: "د بشري حقونو 'اتل' پاکستان چې پخپله عملاً ښیښه يي ماڼۍ کې اوسي - اوس د منځني ختیځ د یوازینۍ ولسواکۍ (اسرائیل) خلاف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسیون په ځانګړې ناسته کې تبلیغ کوي. دا د منافقت تر ټولو ښه مثال دی."

ښاغلي یوشپیز له خپل دغه ټویټ سره په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یوه خپاره شوي رپوټ لینک هم ضمیمه کړی چې پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت کیسه کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپل دغه رپوټ کې پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د الون یوشپیز دا ټویټ د اسرائیل د بهرینو چارو وزارت د ټویټر له رسمي حساب څخه هم شریک شوی دی.

د اسرائیل د غبرګون لامل

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت دغه جګپوړي دیپلومات دا ټویټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یوې اعلامیې غبرګون کې کړی دی.

په دې اعلامیه کې چې د پاکستان د بهرینو چارو وزارت د ټویټر په رسمي اکونټ هم خپره شوې، ویل شوي دي چې نن "د مې ۲۷مه' به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون کې د ختیځ بیت المقدس په ګډون د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د بشري حقونو د ویرونکي وضعیت په اړه غونډه وشي. بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به دې غونډې ته وینا وکړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون به په دې تړاو د پاکستان له غوښتنو خبر کړي.

د یادونې ده چې دا غونډه د پنجشنبې پر ورځ په انلاین ډول وشوه او پاکستان په هغو ۲۴ هېوادونو کې شامل و چې ملګرو ملتونو کې یې د اسراییل خلاف د پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسیون دې ځانګړې غونډې ته وینا کې ویلي و چې "پاکستان به د سیمه ییزې سولې او ثبات ترڅنګ د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي."

ښاغلي قریشي د فلسطینیانو وضعیت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سره پرتله کړی او غوښتنه یې کړې وه چې ملګري ملتونه باید د کشمیر مساله کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان بهرینو چارو وزارت لخوا تېره ورځ خپره شوې اعلامیه کې شاه محمود قریشي د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو ظلمونه وغندل.

د غزې جګړه؛ ملګرو ملتونو د تاوتریخوالو د څېړلو پرېکړه کړې

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي پاکستان د فلسطین له ولس سره ولاړ دی او د فلسطیني ولس د حقوقو د تضمینېدو لپاره د نړیوالو قوانینو ترڅنګ په کارنده توګه د دغه پرېکړه لیک د عملي کېدو هیله من دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون همدا تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د اسرائیل او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال شوی تاوتریخوالی به څېړي.

په دې تړاو د څېړنو غوښتنه اسلامي هېوادونو کنفرانس (او ای سي) کړې وه او وړاندیز شوی پرېکړه لیک یې د ۹ پر وړاندې پر ۲۴ رایو تائید شو.

په دې پریکړه لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې د دې جګړې او ترینګلتیا د بنسټیزو عواملو په اړه دې څېړنې وشي.

له دې سره د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې دا پرېکړه سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخولی شي.

د دې ۱۱ ورځنۍ جګړې پر مهال غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۲ او اسرائیل کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.

تېره اوونۍ د مصر په منځګړیتوب د دواړو خواو ترمنځ اوربند وشو.