نوم د انسان پر شخصیت څه اغېز لري؟

د خپرېدو وخت

اکثر داسې کېږي چې لومړی څه چې د یوه نااشنا کس په اړه پرې پوهېږو د هغه نوم وي چې مور او پلار پرې ایښی دی، خو یو کس چې په کوم نوم بلل کېږي - هغه کولای شي د نوموړي په تړاو د نورو خلکو پر نظر حیرانوونکې اغېزه ولري.

تاسې ښايي له سړې - تودې رانیولې تر سخاوت او فشار هغه ټولې مختلفې لارې چارې کتلې او محسوس کړې وي چې د ژوند اوږدو کې مو مور پلار د شخصیت جوړولو لپاره کارولې وي.

خو ښايي بیا مو هم د دوی لخوا د یوې ګرانبیه او ډېرې مهمې ډالۍ د لورونې د پایلو په اړه چې هغه ستاسې نوم دی - او همدا راز په دې اړه چې 'دا نوم ' مو څومره خوښېږي او ټولنه په کوم لید ورته ګوري، فکر نه وي کړی.

والدین ډېر وخت په دې اړه فکر کوي چې ماشومان یې په څه نامه ونومول شي، ځکه دا کېدای شي دوی لپاره هم د خلاقیت ازمېښت او یا د خپلو ماشومانو له لارې د دوی د شخصیت او هویت پېژندګلوی و اوسي.

خو یو شی چې ډېر والدین ښايي په بشپړ ډول پرې ونه پوهېږي {ښکاره ده چې زه هم پرې نه پوهېدم} هغه دا دي چې د دوی لخوا پر خپلو ماشومانو ایښودل کېدونکي نومونه دې کې عمده رول لري چې نور خلک دغو ماشومانو ته په کومه سترګه وګوري او بالاخره پایله کې یې د دوی له ماشوم څه ډول شخصیت جوړېږي.

د اریزونا پوهنتون یو روانپوه ډېویډ ژو چې د نومونو د روانپوهنې په اړه څېړنې کوي وايي: "د دې لپاره چې نوم د یوه شخص د پېژندګلوي او له دغه شخص سره د ورځنیو د اړیکو د ساتلو لپاره کارول کېږي، نو هغه (نوم) په ځانګړي ډول نورو سره د اړیکو پاللو کې د ځاني ادراک [د ځان پېژندنې د تصور] بنسټ جوړوي."

زموږ د شخصیت په توږلو او بڼې ورکولو کې ګڼ عوامل دخیل وي. ځینې یې زموږ د ژونکو تر اغېزو لاندې وي.

رغنده تجربې هم د شخصیت جوړولو کې ستر رول لري - همدا راز هغه کسان هم درواخله چې موږ ورسره ناسته پاسته کوو او هغه نقش هم چې موږ یې په خپل کورني ژوند او د کار چاپیریال کې لوبوو.

پر دغو نورو عواملو ډېر تمرکز ته په کتو مو ښايي پر شخصیت د خپل نوم اغیزو ته ډېر پام نه شي. نوم یو ستره شخصي اغېزه ده چې له زېږون سره سم راباندې تپل کېږي او (که د بدلولو زیار یې ونه باسو) معمولآ د ژوند تر پایه راسره دوام مومي.

د شخصیتي روانپوهنې یوه بنسټګر ګورډن الپورت هم ان په ۱۹۶۱ کال ویلي وو: "د ژوند اوږدو کې د ځان پېژندنې تر ټولو مهم تمځی، زموږ خپل نوم دی."

په بنسټیزه کچه زموږ نوم زموږ د توکم او د مخینې د نورو اړخونو په اړه تفصیلي جزیات برملا کولی شي چې د ټولنیز تعصب نړۍ کې حتمي الوقوع پایلې درلودی شي. (د ساري په ډول امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته ترسره شوې څېړنې وښوده چې د تحقیقاتو په لړ کې د عربي غږ درلودونکو نومونو خاوندانو ته د لویدیځو نومونو د لرونکو کسانو پرتله کم پام اوښت.)

دا تر ډېره ځایه غېرعادلانه ده ځکه نوم د یوه کس پر مخینې د پوهېدو لپاره ټاکونکی او باور وړ شاخص نه دی.

دغو پایلو ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، خو د نومونو ټولې اغېزې پر همدې پای ته هم نه رسېږي.

ان په یوه واحد کلتور کې هم ښايي ډېر عام او نادر نومونه موجود وي چې کېدای شي یوه خاصه مثبته یا منفي معنا ولېږدوي. دغو نومونو ته همدا راز ښايي د ښکلو او بې موډه یا نه خوښېدونکو نومونو په سترګه وکتل شي (چې دغه لید د وخت په تېرېدو له موډ سره بدلېدای شي).

زموږ نومونه په خپل وار په دې کې حتمي اغېز لري چې نور څنګه چلن راسره وکړي او موږ پخپله د ځان په اړه څه احساس ولرو.

د ۲۰۰۰ کلونو یوه څېړنه چې د امریکايۍ روانپوهې ژان توېنګې په مشرۍ ترسره شوې، ښيي هغو کسانو چې له خپلو نومونو خوښ او راضي نه وي، د روانپوهنې له اړخه له ځان کمزوی قضاوت ښودلی دی.

په دې څېړنه کې راغلي خورا ممکنه ده چې دغه کسان پر ځان د باور او عزت نفس د نشتوالي له کبله خپل نوم خوښ نه کړي خو همدا راز ښايي د خپل نوم نه خوښېدل پر ځان د باور کمزوري کېدو کې رول ولري -"نوم ځان لپاره په یو سبمول ګرځېدلی."

په دې تړاو چې نومونه څرنګه زموږ پر وړاندې د نورو په چلن اغېزه کوي په ۲۰۱۱ کال جرمني کې شوې څېړنه خپره شوه.

په دې څېړنه کې د ملګرو د موندلو یوه ویب پاڼه کې غوښتل شوي وو چې د نومونو له مخې کسانو سره د لیدنې لپاره تاریخونه وټاکي.

د دې څېړنې ترسره کوونکو وموندله چې هغه مهال د (کېوین په څېر) له موډه د غورځېدلو نومونه د ردېدو امکان ډېر دی او د دې پرتله ښايي د (الکساندر په څېر) د عصري نومونو خاوندانو ته ترجع ورکړ شي.

که د ملګرو موندنې وضعیت له دغو کسانو سره د ژوند اوږدو کې د شوي چلن د څرنګوالي معیار وي، نو په اسانه ویلی شو چې د نوم له مخې د خلکو چلن څه ډول د دوی د شخصیت په تراشلو او هغه څه چې دمګړۍ دي، نقش لري.

په یوې نوې څېړنه کې هم چې اوسهال جرمني کې روانه ده، موندل شوي چې خلک ښايي د نه خوښېدونکي نوم د نااشنا خاوند پرتله د ښکلي نوم نااشنا کس ته د مرستې ډېر لاس وغځوي.

(دې څېړنه کې د سینډي او چانټال نومونو پر وړاندې د ناخوښۍ کچه لوړه او د سوفي او ماري پر وړندې تر نورو مثبته ښول شوې ده.)

زموږ نومونه هم ورته پایلې درلودی شي، ځکه پر دې اغېز لري چې موږ د ځان په اړه څه احساس لرو او نور راسره څه ډول چلن کوي.

کېدای شي تصور کړو چې که یو کس د ژوند اوږدو کې د نوم د ارزښت له کبله له پرله پسې ردېدلو سره مخامخ شئ، نو د یوه تود او باور وړ شخص جوړېدل ستونزمنېږي.

د ملګرتیا د ویبپاڼې له لارې ترسره شویو څېړونو کې دا هم موندل شوې وه، چې له موډه د غورځېدلو نومونو د خاوندانو د زدکړو او د عزت نفس کچه هم ټیټه پاتې ده.

هواجیان سای او د بیجینګ د روانپوهنې انسټیټیوټ کې یې ملګرو په دې وروستیو کې د سلګونو زره هغو کسانو نومونه له سره ارزولي او کتلي دي چې په جرم د محکومېدو له خطر سره مخامخ شوي.

هغوی وموندله چې د مخینې د دیموګرافیکو فاکتورونو د اغېزو د کنټرول سره سره، هغه کسان چې نه خوښېدونکي یا داسې نومونه چې منفي بار یې لږ څه زیات وي، ښايي ډېر په جرایمو کې ښکیل شي.

سای وايي زموږ نومونه دا پایلې لري، ځکه کولی شي پر دې اغېز ولري چې موږ د ځان په اړه څه احساس لرو او نور راسره څه ډول چلن کوي.

نوموړی زیاتوي: "څرنګه چې یو ښه او بد نوم... د یوې ښې او بدې پایلې ظرفیت لري، نو زه له والدینو غواړم چې پر خپلو ماشومانو د دوی د خپل فرهنګ له مخې ښه نوم کېږدي."تر اوسه دا څېړنې د نومونو د ناوړه پایلو او منفي اغېزو په اړه وې، خو ځینو تازه څیړنو کې د ښو او ښکلیو نومونو د ګټورو اغیزو په اړه هم مالومات ترلاسه شوي دي.

ځینې نومونه داسې وي چې خلک یې له اورېدو سره ځان ورسره راحت احساسوي.

د اریزونا په دولتي پوهنتون کې د ژو او ملګرو یوه تازه څېړنه ښيي چې غیر معمول نومونه موږ سره مرسته کوي چې یو څخه خلاق او پرانیستی مغز ولرو. د ژو ډلې تر زرو د ډېرو کمپنیو د اجرايي رییسانو نومونه څارلي او دې پایلې ته رسېدلي چې څومره دهغوي نومونه نادر وي، هماغه اندازه جلا سوداګریزه تګلاره تعقیبوي او په ځانګړې توګه له طبیعي اړخه پر ځان ډېر باورمن وي.

ژو وايي: متعارف او غېر متعارف نومونه خپلې ګټې او زیانونه لري، نو والدین باید پر خپل ماشوم د نوم ایښودلو پر مهال د هغوی پر مثبتو او منفي اړخونه خبر اوسي.

ژو په پای کې وايي: " که پر ماشوم یو ډېر رایج نوم کېږدئ، کېدای شي ژر او په اسانه د نورو د منلو وړ وګرځي."

خو مور او پلار باید داسې لارې ومومي چې د ماشوم درناوی پکې نغښتی وي او نوم یې تر نورو جلا کړي. نوموړی زیاتوي چې دا کار ښايي ماشوم ته د یوه ځانګړي لقب په ورکړې او یا یې په پرله پسې ډول د خاصو ځانګړنو په یادولو سره وشي.