د امریکا کلیفورنیا کې په ډزو اته کسان ووژل شول

Swat teams were called
د خپرېدو وخت

د امریکا کلیفورنیا کې پولیس وايي، یوه وسله وال سړي د ریل ګاډو مرکزي تم ځای په انګړ کې په ډزو اته کسان وژلي دي. پېښه د چهارشنبې پر ورځ د سان جوز ښار سانتا کلارا والې ټرانسپورټ ادارې 'وې ټي اې ' په تم ځای کې رامنځته شوې.

چارواکي وايي، پېښه کې د ریل ادارې ځینو کارکوونکو په ګډون بریدګر هم وژل شوی، چې د دغې ادارې مخکینی کارکوونکی و.

د چارواکو په وینا پېښه له ځايي مهال سره سم شپږ بجې او ۴۵ دقیقې رامنځته شوه او دوی د چاودیدونکو توکو لپاره د پېښې ځای کې پلټنې کوي.

ځايي چارواکي وايي، کېدای شي مشکوک بریدګر له دې پېښې مخکې خپل کور ته اور ورته کړی وي.

د سان جوز ښاروال سام لیکارډو خبریالانو ته وویل: ''دا زموږ د ښار لپاره له وېرې ډکه ورځ وه. ''

نوموړی زیاتوي: ''زه به اوس دې ته پام کوم چې زموږ ښار سره بیا داسې و نه شي. ''

د هغه په وینا یوه ټپي کس روغتون ته پرلاره ساه ورکړه.

the rail yard

د عکس سرچینه، CBS

د سي بي ایس خبري شبکې یوه ځايي اسټېشن رپوټ کې ویل شوي، د ډزو پېښه د ریل ګاډي ادراې کارکوونکو یوې غونډې پر مهال وشوه.

دغه رپوټ کې راغلي له ډزو مخکې د سانتا کلارا والې سیمې ټرانسپورټ ادارې 'وې ټي اې ' یوه کارکوونکي کور کې اور ولګېد.

د ایل اې ټایمز رپوټ کې ویل شوي، ښايي بریدګر له ډزو مخکې خپل کور ته اور ورته کړی وي، خو چارواکي چې د دې پېښې پلټنې کوي، تر اوسه یې دا رپوټونه نه دي تایید کړي.

د ریل ادارې ځايي مشر ګلین هینډریکس خبریالانو ته وویل: ''ډزې دریل ګاډو درېدو ځای په انګړ کې شوې، خو پر عملیاتي مرکز نه دي شوې. ''

'د ټوپکو تاوتریخوالي ارشیف ' ادارې د شمېرو له مخې د سږ کال اوږدو کې د امریکا لر او بر کې د ډزو ۲۳۰ لویې پېښې ثبت شوې دي.

دغه ډله د ډزو هغه پېښه لویه بولي چې له څلورو زیات کسان پکې سخت وویشتل شي.

د سانتا کلارا 'وې ټي اې ' اداره د ریل ګاډو دریو کرښو چې اوږدوالی یې ۶۵ کیلومترو ته رسېږي او دغه راز په ښار کې د ۷۰ بس لاینونونو چارې سمبالوي.