برازيل کې لږ ترلږه ۲۵ تنه په ډزو وژل شوي

د خپرېدو وخت

د برازيل پلازمېنه ريو ډي جينېرو کې د ډزو له امله د يوه پوليس په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د ځايي رسنيو په وينا پېښه د پولیسو د عملياتو پر مهال چې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د يو ډلې د نيولو په موخه يې کوله د پلازمېنې په جاکرازينو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ويل کېږي، دوه کسان چې په اورګاډي کې سپاره وو هم په ډزو لګېدلي خو روغتيايي حالت يې ښه دی.

پوليسو د يوه افسر مړينه هم تاييد کړې ده.

د ځايي رسنيو په وينا دغه جنايي ډله چې عمليات پرې کېدل په سيمه کې د مخدره موادو په قاچاق او نورو جنايي جرمونو کې ښکېل وه.

پلازمېنه ريو ډي جينېرو د برازيل يو له ډېرو نا امنو سيمو ده چې ډېرې برخو کې یې جنايي ډلې فعاليت لري.

په برازيل کې پر امنيتي ځواکونو ډېری وخت تور لګول کېږي چې په لويو ښارونو کې د جرمونو ضد عملياتو پر مهال له زوره کار اخلي. تېره مياشت يوې محکمې د ريو ډي جينېرو په ځينو بېوزلو سيمو کې د پوليسو فعاليت هم محدود کړی و.