تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا واکسین شویو کسانو ته پرانیستې فضا کې د ماسک مقررات نرم کړل
امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) اعلان وکړ چې په بشپړ ډول واکسین شوي کسان نور پرانیستې فضا کې د ماسک تړلو اړتیا نه لري.
د دغه مرکز نوی لارښود وايي هغه کسان چې د واکسین اړین ډوزونه یې لګولي وي، که یوازې او یا د نورو واکسین شویو کسانو کوچنۍ ډله کې سره راټول شوي وي- کولی شي ماسک ونه کاروي.
خو سي ډي سي سپارښتنه کوي چې واکسین شوي کسان هم باید تړلې فضا او د لوبغالو په څېر له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې ماسک وتړي.
امریکا کې تر دې دمه تر ۹۵ میلیون ډېرو کسانو د واکسین ټول اړین ډوزونه بشپړ کړي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې دا اعلان یو "فوق العاعده پرمختګ" وباله.
ښاغلي بایډن ویلي: "زموږ څېړونکي د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې پر دې قانع شوي چې [د واکسین شویو کسانو] په ویروس د اخته کېدو او یا نورو ته د هغه د لېږدولو چانس ډېر ډېر کم دی. یوه خبره سپینه ده: که واکسین شوي یاست، ډېره ازادي به ولرئ."
جو بایډن واکسین لګول "هېوادپالنه" بللې او هغه امریکایان یې واکسین ته هڅولي چې تر اوسه یې نه دي لګولي.
هغه وویل: "واکسین یوازې تاسې نه، بلکې ستاسې د شاوخوا خلکو ژوند هم ژغوري. همدا راز له موږ تاسې سره مرسته کوي چې عادي ژوندانه ته بېرته ورنږدې شو."
د امریکا روغتیايي چارواکو دغه نوې لارښوونې سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس د کارځواک ډلې خبري ناسته کې اعلان کړې.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز مشرې ډاکترې روشل والېنسکي په دې غونډه کې وویل: "هغه کسان چې واکسین شوي، پرانیستې فضا کې په کوچنیو او متوسطو غونډو کې له ماسک پرته په خوندي ډول راټولېدای شي."
دغو ازادیو کې پرانیستې فضا کې سپورت او خوراک هم شاملېږي.
هغې زیاته کړه چې د پرانیستې فضا سترو غونډو کې د ماسک تړل یا نه تړل د راټولېدو ځای د هوا د بدلون او د خلکو ترمنځ د واټن په څېر له نورو عواملو سره تړلي دي.
دا ازادي یوازې هغو کسانو ته ده چې د واکسین ټول اړین ډوزونه یې لګولي وي.
شواهد ښيي چې که څه هم خلک پرانیستې فضا کې په کوویډ-۱۹ اخته کېدای شي، خو د لېږدېدو خطر یې ډېر کم دی.
واکسین څومره ګټور دی؟
لومړنۍ موندنې دا هم ښيي: هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي ښايي ډېر کم وېروس ولېږدوي.
ډاکتره والېنسکي وايي د بشپړو واکسین شویو کسانو دا لارښود تر ډېره د "د ناواکسین شویو کسانو د خوندیتوب" په هدف جوړ شوی دی.
نوموړې زیاتوي دوی له ناواکسین شویو کسانو غواړي چې له خلکو سره تماس محدود او ټولنیز واټن په جدي توګه پام کې وساتي.
امریکا کې روغتیايي چارواکو موندلې چې د واکسین شویو کسانو د شمېر له لوړېدو سره د نویو پېښو ارقام کرار کرار ثبات مومي.
دوی سې شنبه وغوښتل چې لا ډېر خلک د واکسیناسیون لپاره نومونه ولیکي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د شمېرو له مخې د اپریل تر ۲۶مې نږدې ۱۴۱ میلیون امریکایانو ته چې د دغه هېواد شاوخوا ۴۲ سلنه وګړي جوړوي، لږترلږه لومړی ډوز واکسین لګول شوی دی.