د خپلې مور په وژلو او خوړلو د تورن کس محاکمه پیل شوه

د عکس سرچینه، SPANISH POLICE
د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د هغه ۲۸ کلن کس محاکمه پیل شوه چې د خپلې مور په وژلو، ونډۍ ونډۍ کولو او بیا خوړلو تورن دی.
پولیسو د البرټو سانچز ګومز کور کې د نوموړي د مور ماریا سوله داد ګومز د بدن پاتې شوني پیدا کړي وو.
پر ۲۰۱۹ کال د ۶۶ کلنې ماریا سوله داد ګومز له ورکېدو وروسته پولیس د هغې کور ته لاړل او هلته یې د نوموړې ټوټه ټوټه مړی وموند.
هغه وخت پولیسو وویل، چې د ماریا د بدن ځینې غړي یې د اپارتمان شاوخوا تیت پرک او نور د خوړو پلاستیکي لوښو کې وموندل.
خو ښاغلي ګومز محکمې ته ویلي، په یاد یې نه دي چې مور یې حلاله کړې او خوړلې وي.
د رپوټونو له مخې تر نیول کېدو مخکې نوموړی له شخصیتي ګډوډۍ او د نشه يي توکو له کارولو رنځېده.
اسپانیايي رسنۍ وايي، پولیسو البرټو سانچز ګومز پېژاند چې له مور ماریا سوله داد ګومز سره یې تاوتریخوالی کاوه او د نیولو پر مهال یې هم د نه سرغړاوي اصول له پام غورځولي وو.
محکمې اول ځل د دې دوسیې د بوږنوونکو تورونو شرحه د ۲۰۱۹ کال فرورۍ کې واورېده، چې د ماډریډ ختیځ ته په یوه اپارتمان کې پېښه شوې وه.
اسپانیايي ورځپاڼه ال مونډو رپوټوي چې د البرټو د مور د مړي پاتې شوني په داسې مهال پیدا شول چې ځینې یې پاخه او نور هم د خوړو پلاستیکي لوښو کې اېښودل شوي وو.
د دې رپوټ له مخې، تورن چې د نیول کېدو پر مهال ۲۶ کلن و، منلې وه چې مور یې زېندۍ کړې وه او ځینې وخت یې د هغې غوښه خوړله او کله یې ځینې ټوټې خپل سپي ته ور کولې.
د دې بوږنوونکې دوسیې محاکمه به څو ورځې روانه وي.





















