روسیه: سوریه کې مو هوايي ځواکونو'۲۰۰ وسله‌وال' ووژل

د خپرېدو وخت

د روسیې د دفاع وزارت وايي، د سوریې شمال ختیځ تدمر ښار کې یې د 'ترهګرو' پر اډو بمبارۍ کړې چې لږترلږه '۲۰۰ وسله وال' پکې وژل شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دې برید کې یې دوه پټنځي او تر شلو ډېرې هغه لارۍ له منځه وړې دي چې سپکې او درنې وسلې پکې بار وې، سربېره پر دې د سړک غاړې ماینونو جوړولو یو کارځی او ذخیره یې هم ویجاړه کړې ده.

روسیه ادعا کوي چې وسله والو د سوریې شمال ختیځ تدمر کې یوه اډه جوړه کړې وه چې په ګڼو ښارونو کې یې د بریدونو پلانونه پکې جوړول او وسله وال یې پکې روزل.

یادې سرچینې ویلي، دغو 'ترهګرو' د سوریې په لویو ښارونو کې پر حکومتي بنسټونو د ترهګریزو بریدونو او په دې هېواد کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د هېواد د وضعیت نارامولو هوډ درلود.

په پام کې ده چې د سوریې د ولسمشرۍ ټاکنې د مې پر ۲۶مه وشي. دا په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د شخړې له پیلېدا راهیسې دویمې ولسمشریزې ټاکنې دي، چې دا ځل هم په واک کې د بشارالاسد د پاتېدو اټکل ډېر دی.

روسیې د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د اسد د نظام ملا تړلې، په ۲۰۱۵ کال مسکو سوریه کې پوځي مداخله وکړه چې جګړه د واکمن نظام په ګټه تمامه کړي.

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''ترهګر' د حکومت تر ولکې وتلو سیمو کې روزنیز پوځي مرکزونه لري''. د التنف سیمه کې هم دوی روزنیز مرکز لري چې امریکايي ځواکونه پر دې سیمه واکمن دي.

مسکو په تېره فبرورۍ میاشت کې د سوریې په ختیځ کې د ایران پر ملاتړو ملېشو د امریکا بمباري وغندله او له واشنګټن یې وغوښتل چې په پرده کې له سوریې ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه مهال ویلي وو چې روسیه په سوریه کې د واشنګټن پر نقشو (نخچو) پوهېدل غواړي.

د نوموړي اشاره دا وه چې ګنې امریکا له سوریې هېڅ د وتلو پلان نه لري.