داعش خپل جنګیالي روژه کې د بریدونو ډېرولو ته هڅولي

د خپرېدو وخت

"اسلامي دولت" (داعش)نومې ډلې له خپلو ملاتړو د روژې میاشتې پرمهال په امریکا، اروپا، روسیه، استرالیا، عراق، سوریه، ایران او فلپین کې د بریدونو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه ددغې د ډلې ویاند ابي الحسن المهاجر له خوا پر ټیلیګرام په یوه غږیز پیغام کې شوې ده.

که څه هم تر اوسه دغې ډلې ته ددغه منسوب شوي پیغام ریښتینولي نه ده کره شوې، خو رویټرز خبري اژانس ویلي، دا غږ کټ مټ د داعش د همدغه ویاند مخکیني غږ ته ورته دی.

د داعش په دې پیغام کې راغلي: "د موصل او رقه ځوانانو، روافض او مرتد کسن ووژنئ."

په پیغام کې دا هم راغلي چې: "په اروپا، امریکا، روسیه، استرالیا او نورو هېوادونو کې د عقیدې او ایمان وروڼو! ستاسې په خاورو کې ستاسې وروڼه بې وسه شوي، د هغوی لاسنیوی وکړئ، په سوریه، ایران او فلپین کې د روژې میاشتې پرمهال دوی وژغورئ."

د روژې میاشتې لومړیو کې د عراق پلازمېنه بغداد کې دوو موټربم بریدونو لږترلږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.