د ډاکترانو خبرداری: د پوتین منتقد الکسي نوالني د مرګ په خوله کې دی

د خپرېدو وخت

روسیه کې د اپوزیسیون د بندي مشر الکسي نوالني ډاکتران وايي که نوموړي ته بېړنی روغتیايي پام ونشي "په نژدې ورځو کې مړ کېدای شي.'

ډاکتران وايي د نوالني د وینې معاینات ښيي چې هغه هره ګړۍ د زړه او د بډوډو (ګردو) د فعالیت له درېدو سره مخامخېدای شي.

ښاغلي نوالني له اتلسو ورځو راهیسې د دې لپاره د نه خوړو اعتراض پیل کړی چې د ملا د درد او د پښې د بې سدۍ د مناسبې درملنې غوښتنه یې رد شوې ده.

د روسیې د اپوزیسیون مشر چې د ولادیمیر پوتین سرسخت منتقد بلل کېږي، له تېرې فبرورۍ د اختلاس د تورونو له کبله زندان کې دی.

اوس د هغه د شخصي ډاکترې اناستاشیه واسیليوا په ګډون څلورو ډاکترانو د زندان له چارواکو په یوه لیک کې غوښتي چې د نوموړي د عاجلې لیدنې اجازه ورکړي.

په دغه لیک کې چې ډاکترې واسیلیوا پر خپل ټویټر هم خپور کړی، راغلي چې د ښاغلي نوالني پوتاشیم 'خطرناکې کچې' ته رسېدلي دي.

دا لیک زیاتوي "د دې پایله کې هره ګړۍ دا امکان شته چې د هغه بډوډي له سم فعالیت ولوېږي او د زړه د ناسم ضربان ستونزه ورته پېښه شي."

که د یوه کس په هر لیتر وینه کې د پوتاشیم کچه له ۶.۰ ملي مول لوړېږي، نو بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري. خو د نوالني د وینې معاینات چې د نوموړي وکیل ترلاسه کړي، ښيي چې د هغه په هر لیتر وینه کې د پوتاشیم کچه ۷.۱ ته رسېدلې ده.

ډاکترانو د هغه "د وینې معایناتو او وروستي مسمومیت ته په کتو" د زندان له چارواکو غوښتي چې په سملاسي توګه یې د کتو اجازه ورکړي.

۴۴ کلن الکسي نوالني د ۲۰۲۰ کال اګست کې په عصب وژونکې کیمیاوي مادې 'نوویچوک' د مسمومېدو له کبله د مرګ تر پولې ورسېدو خو جرمني کې له درمنلې وروسته ورغېد. هغه ادعا کوي چې د مسمومولو امر یې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورکړی، خو کرملین ماڼۍ دا تور ردوي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د نوالني ښځه یولیا ويلي د مېړه وزن یې د نه خوړو د اعتصاب له پیل راهیسې ۹ کیلو کم شوی او ۷۶ کیلوګرامو ته راکیوتی دی.

ډاکتر الکساندر پلوپان چې تر مسمومېدو وروسته د نوالني د معالجو ډاکترانو له ډلې دی د هغه د وینې د معایناتو عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي دا "قطعي نښه" ده چې هغه بېړنۍ روغتیايي پالنې ته اړتیا لري که نه "په راتلونکو ورځو کې به مړ شي."

په ورته وخت کې تر ۷۰ ډېرې پېژندل شوې لیکوالې، علمي او هنري څېرې هم ښاغلي نوالني ته د بېړنیو روغتیايي امکاناتو د برابرېدو له غوښتنې سره همغږه شوي او په یوه لیک کې یې له ولسمشر پوتین غوښتي چې اړتیا وړ روغتیايي امکاناتو ته د نوموړي لاسرسی ډاډمن کړي.

دا لیک چې د بالیووډ درېو پیژندل شویو فلمي لوبغاړو جودې لا، رالف فینېس او بنېډکټ کومبېربچ او دغه راز د هاري پاتر لیکوال جی کې رولېنګ او ډایرکټر کېن بورنز هم لاسلیک پرې کړی، ایکانومېست او د فرانسې ليمونډ ورځاڼې خپور کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې له نوالني سره روغتیايي چلن "په بشپړ ډول ناعادلانه او په بشپړ ډول نامناسب" دی. د امریکا استخبارات تېره مارچ میاشت کې دې پایلې ته رسېدلي وو چې د نوالني مسمومولو کې د روسیې حکومت لاس لري. د بایډن ادارې د روسیې په جګپوړو چارواکو بندیزونه لګولي او اوس یې روسیه پر وړاندې ورته ځوابي ګامونه اخلي.

الکسي نوالني وايي د ملا له سخت درد او د ښي پښې له بې سدۍ کړېږي. هغه د روانې میاشتې لومړیو کې له تبې او پرله پسې ټوخي شکایت کړی و چې بیا د پوکروف ښار په زندان کې روغتیايي څانګې ته ولېږدول شو.

هغه د دې لپاره د نه خوړو اعتصاب پیل کړی چې خپل روغتیايي ټیم ته دې یې د کتلو اجازه ورکړ شي. د روسیې د زندان چارواکي وايي نوموړي د دوی د ډاکترانو لخوا خپله درملنه رد کړې ده.

بلخوا د الکسي نوالني وکیل چې له نوموړي سره زندان کې د لیدو اجازه لري، وايي: د زندان روغتیايي څانګه کې ډاکتران نشته او ټولې چارې یې یوازې یو روغتیايي کارمن په مخ وړي.

د بشري حقونو فعالان وايي دا زندان بندیانو لپاره د سختو شرایطو له کبله نوم لري او د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې الکسي نوالني ربړونې ته په ورته شرایطو کې ساتل کېږي چې په تدریجي ډول د نوموړی وژنې لامل ګرځېدای شي.