تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د رپ سندرغاړي پر کمیس د جومات انځور کینیایان قهرولي
د جامو امریکايي ډیزاینر د مشهور امریکايي رپ سندرغاړي جې زي پر لنډ کمیس (ټي شېرټ) د کینیا لامو ټاپو کې د یوه تاریخي جومات د انځور رسمولو په اړه بښنه غوښتې.
د ریاض جومات د چارو مسئولو کسانو بي بي سي ته ویلي، دوی ددغه کمیس پر جوړېدو نیوکه کړې ځکه چې دا کمیس د شرابخونو په ګډون په ځینو ناپاکو ځایونو کې هم اغوستل کېږي.
د جومات یوه مسئول ویلي: "بښنه مو ومنله ځکه چې دا بښنه په ښه نیت شوې وه".
ویل شوي چې جامو ډیزاینر یا سکښتونکي زیډي لوکي دا کمیس د لامو د مشهورولو په نیت جوړ کړی.
لامو د یونیسکو د تاریخي میراثونو په نوملړ کې یو ارزښتناک ځای ګڼل شوی او د ریاض جومات لرغونتوب تر نولسمې پېړۍ رسېږي چې هلته یې ډېر سیلانیان ورجذب کړي دي.
په دې جومات کې ځینې داسې خطي نسخې یا مخطوطې شته چې لرغونتوب یې ۱۸۳۷ کال ته رسېږي.
دا جومات د افریقا په شمال کې یو پخوانی اسلامي تعلیمي بنسټ دی.
د ریاض جومات او اسلامي مرکز عمومي مشر ابو بکر بدوي ویلي، لمونځ کوونکي هغه مهال په غوسه شول چې پر وټس اپ یې جې زي ولید چې پر اغوستي کمیس یې د جومات انځور و.
سي اېن اېن شبکې ویلي، جې زي دا کمیس داسې مهال اغوستی او لیدل شوی و چې د مارچ پر ۳مه د کلیفورنیا سانټا مونیکا کې له یوه خوړنځي د وتلو پرمهال و.
بدوي وايي: "ګڼ خلک په دې کار سره په غوسه شوي وو او باور یې دا و چې ګنې د جومات مسئولین په دې کار کې ښکېل دي".
همدا وو چې د جومات مسئولینو د کمیسونو د ډیزاین (بلکبورډ جېنز Blkburd Genes) شرکت اجرایوي مشر لوکي ته یو لیک واستاوه.
په لیک کې ویل شوي وو چې لمونځ کوونکي په حقیقت کې د جې زي په تن له هغه اغوستل شوي کمیس نارامه شول، چې بلکبورډ جینز جوړ کړی او زموږ د جومات انځور پرې رسم شوی دی.
"موږ ته ډاډ راکړئ، دا موږ خپل تاریخي جومات او د جومات بنسټګر حبیب صوالح ته شرف او امتیاز نه ګڼو".
د ریاض جومات په اړه پنځه شیان
- د نولسمې پېړۍ لومړیو کې جوړ شوی
- د افریقا په ختیځ کې له هغو اسلامي تعلیمي مؤسسو څخه دی چې په دوامداره توګه کار کوي
- هلته د ۱۸۳۷ کال خطي نسخې هم شته
- په لامو کې د سیلانیانو د ورماتېدو ځای دی
- هلته هر کال میلاد نبي درې ورځې لمانځل کېږي