د نړۍ تر ټولو زوړ مرغه ۷۰ کلنۍ کې بچی وزېږاوه

د عکس سرچینه، Jon Brack/Friends of Midway Atoll NWR
ویزډم تر دې دمه نړۍ کې د الباتروس کورنۍ تر ټولو ډير عمر لرونکی مرغه دی چې په ۷۰ کلنۍ کې یو ځل بیا د بچي خاوند شو.
د امریکا د کب او وحشي ژویو سازمان وايي د دغه مرغه بچي د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په شمالي آرام سمندر کې د وحشي ژویو د استوګنې ځای کې له هګۍ سر را وایست.
دغه مرغان معمولأ له ۱۲ تر ۴۰ کلونو پورې ژوند کوي. خو ویزډم چې لومړی ځل په ۱۹۵۶ کال کې وپیژندل شو، اوس شاوخوا ۷۰ کاله عمر لري.
د دغه مرغه د بچي پلار اکیاکامي نومېږي چې د امریکا د وحشي ژویو د سازمان چارواکي وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې له ویزډم سره یو ځای دی.
الباتروسونه معمولأ د عمر تر پایه له یوې جوړې سره پاتې کیږي، خو داسې انګیرل کېږي چې ویزډم به د ژوند اوږدو کې نورې جوړې هم درلودې چې تر هغې وړاندې مړه شوي دي.
که څه هم د ویزډم بچی د فبرورۍ لومړیو کې د وحشي ژویو ملي استوګنځي "میډوِی آټول" کې تر هوايي پورته په یوه لرې پراته ټاپو کې له هګۍ راوتلی خو د زېږېدو رپوټ یې تازه رسنیو ته راوتلی دی.
د امریکا د وحشي ژوند سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي : "ویزډم د نومبر وروستیو کې هګۍ واچوله. له هغې لنډه موده وروسته د خوړو موندلو لپاره سمندر ته وګرځېده او په دې موده کې د هغې جوړې اکیاکامي د هګۍ شاربلو دنده پر غاړه واخیسته. پلار او مور الباتروسونه دغه دنده په ګډه تر سره کوي او کله چې بچی له هګۍ راووځي، په ګډه ورته خواړه برابروي."

د عکس سرچینه، Jon Brack/Friends of Midway Atoll NWR
د امریکا د وحشي ژویو سازمان په دې باور دی چې ویزډم به د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه له ۳۰ تر ۳۶ بچي راوړي وي. آلباتروسونه په څو کلونو یو ځل یوازې یوه هګۍ اچوي.
نړۍ کې تر ټولو ډېر الباتروسونه د وحشي ژویو په میډوې آټول استوګنځي کې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Jon Brack/Friends of Midway Atoll NWR



















