تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق پر سر د ایران او ترکیې لفظي شخړه؛ خبره د سفیرانو تر احضار ورسېده
د ترکیې او ایران ترمنځ د عراق پر سر ناندرۍ او لفظي شخړه لویه شوې ده. دغو هېوادونو د یکشنبې پر ورځ تهران او انقره کې د یو بل سفیران بهرنیو چارو وزارتونو ته احضار کړي دي.
دا شخړه بغداد کې د ایران د سفیر ایرج مسجدي له څرګندونو پیل شوه چې د روداو په نوم له یوې کردي تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې یې عراق کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پر وړاندې دریځ ونیو.
بغداد کې د ترکیې سفیر د ښاغلي مسجدي د دغو څرګندونو غبرګون کې پر خپل ټویټر ولیکل چې د ایران سفیر تر ټولو وروستی کس دی چې د عراق د ملي حاکمیت حق ته د درناوي په اړه څه ویلی شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ انقره کې د ایران سفیر محمد فرازمند احضار کړی و چې عراق کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه د ایرج مسجدي د څرګندونو په تړاو ورسره د خپل حکومت نارضایتي شریکه کړي.
خو ایران هم متقابلآ تهران کې د ترکیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت چې د ایران خاوره کې د "پي کې کې" د غړو د حضور په اړه د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پر څرګندونو تړاو خپل اعتراض ورسره شریک کړي.
د ترکیې حکومت د کردستان کارګرانو ګوند "پي کې کې" ترهګریز سازمان ګڼي او پر اهدافو یې پوځي عملیات کوي.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ترکیې حکومت ته یوې نږدې ورځپاڼې "حریت" د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر په حواله یوه رپوټ کې ولیکل چې ایران د پي کې کې ملاتړ کوي.
د هغه له خولې دا هم ویل شوي وو چې ګواکې د دې ډلې تر ۵۰۰ ډېر غړي ایران کې دي.
انقرې تېره میاشت د عراق شمال کې سنجار ته نږدې هوايي بریدونه وکړل او د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ وکړ چې سیمه کې د "ترهګرو" پر وړاندې مقابله کوي.
د ترکیې پوځ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کردستان کارګرانو ګوند د ۱۳ برمته کړو کسانو په وژلو تورن کړ.
خو پي کې کې وویل دوی سره دغه اسیر کسان د دوی پر بندخونو د ترکي ځواکونو هوايي برید کې وژل شوي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم د دغو ۱۳ کسانو وژنه غندلې ده.
د ترکیې د حکومت او د کردستان کارګرانو ګوند ترمنځ د اوربند له ماتېدو را وروسته د دوی ترمنځ خونړۍ جګړه کې سلګونه ملکي کسان، د پي کې کې غړي او د ترکیې امنیتي ځواکونه وژل شوې دي.
له دې سره د ترکیې ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د ګواښ او دغه راز ترهګرو سره د اړیکو په تور د کرد وګړو او سیاسي فعالانو د نیول کېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.
په ورته وخت کې د عراق د پارلمان رئیس محمد حلبوسي بغداد کې د ایران او ترکیې د سفیرانو ترمنځ ناندریو ته په اشارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو هېوادونو استازي باید خپلو دندو او کارونو ته ورسېږي، د همکاریو د پیاوړتیا هڅې وکړي، هغو کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي چې تړاو ورسره نه لري او د عراق ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.