تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اربیل برید؛ امریکا او څلور اروپايي هېوادونه یې د نه زغملو بولي
د امریکا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران په ګډ بیان کې د عراق د کوردستان اقلیم مرکز اربیل کې برید وغانده چې پکې یو ولسي وګړی او یو امریکايي پوځي ووژل شو.
دوی خپل بیان کې لیکي: "په کلکو ټکو د عراق کوردستان سیمه کې د فرورۍ ۱۵ راکټي بریدونه غندو."
دوی زیاتوي چې د دې برید د مسوول پېژندلو لپاره د عراق حکومت د پلټنو ملاتړ کوي:
"موږ ګډ نظر لرو چې د امریکا پر نظامي پرسونل، ټلواله او تاسیساتو یې بریدونه نه زغمل کېږي. "
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې تر پلټنو مخکې نظر نه ور کوي، خو زیاتوي چې حق لري په مناسب وخت او ځای کې غبرګون ورته وښيي.
برید چا کړی؟
د دې برید مسوولت یوې نامشهورې ډلې منلی چې ځینې عراقي چارواکي یې د ایران اړوند بولي، خو تهران دا برید غندي او پکې لاس لرل ردوي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې واشنګټن په دغه برید "قهرېدلی" دی.
د اولیاء الدم لوا په نوم ملېشې ویلي، چې دوی "امریکايي نیواکګر" په نښه کړي دي.
دا ډله یو کال مخکې جوړه شوې او د امریکا په مشرۍ ټلوالې پر لوجستیک کاروانونو یې د بریدونو څو ویډيوې خپرې کړې دي.
دې ډلې دا هم ویلي چې دا بریدونه یې د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او د حشد شعبي د قومندان ابو مهدي مهندس د غچ اخیستو لپاره کړي دي چې د امریکا برید کې ووژل شول.
اربیل کې د امریکا اډه
امریکايي ځواکونو تېر کال عراق کې اته اډې پرېښودې، خو اوس یې اربیل په یوه لویه اډه بدلېږي.
د دوشنبې ورځې برید چې دیارلسو توغندیو سره وشو، وروستیو میاشتو کې پر امریکايي ځواکونو سخت برید بلل کېږي.
ځايي چارواکي دا هم وايي، چې دغه برید کې درې ولسی وګړي ټپیان شوي چې یو نازک حالت لري.
د عراق ولسمشر برهام صالح دا "جنایتکار ترهګریز برید" بللی او په دې بې ثباته سیمه کې یې 'په خطرناک ډول د وضعیت د خرابېدو' خبرداری ورکړی دی.
دا تېره میاشت امریکا کې واک ته د جوبایډن له رسېدو راهیسې عراق کې د لویدیځ پر اهدافو لومړنی راکټي برید دی.