جاپان کې زلزلې د یو میلیون کورونو برېښنا پرې کړې

د خپرېدو وخت

د شنبې په ورځ د جاپان فوکوشیما ساحلي سیمو کې د څونامي د لسمې کلیزې تر پوره کېدا څو اونۍ مخکې،‌ چې زرګونه کسان یې ووژل، زلزله شوې ده.

د توکیو وګړو ویلي د زلزلې کچه ۷٫۳ وه، خو د څونامي په اړه هېڅ خبرداری نه دی رورکړل شوی.

رپوټتونه وايي، په زلزله کې ۵۰ کسان ژوبل شوي او د کابو یو میلیون کورونو برېښنا پرې شوې ده.‌

د شنبې ورځې زلزله کې د ۲۰۱۱ کال د زلزلې اصلي مرکز ته ‌څېرمه شوې ده،‌ چې د څو نامي لامل شوه او تر ۱۸ ډېر کسان پکې ووژل شول.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د شنبې ورځ زلزله ښايي د ۲۰۱۱ کال د زلزلې تکراري ټکان وي.

ځینې وخت د زلزلې ټکانونه تر څو کلونو دوام کوي.

د شنبې ورځې د زلزلې ژوروالی په ارام سمندر کې ۶۰ کیلومتره ښودل شوی.

د جاپان د وزیرانو شورا منشي کاتسوبو کاتو خبریالانو ته وویل، ارزونه روانه ده او په سیمه کې د اتومي بټیو په اړه هم څېړنه کېږي.

په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟

که ودانۍ کې یاست:

  • له کړکیو، سترو المریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
  • د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
  • که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( ځینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدیو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.
  • پخلیځ(اشپزخانه) د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لرې شئ.
  • د یخچال، المرۍاو د دوی په څېرد کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګ لرې شئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.

که موټرواني کوئ:

  • ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرو ځان ازاد کړئ.
  • هیڅکله هم د پل یا ونو ، د برېښنا مټو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.
  • چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.
  • د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟

  • که د ګاز نلکه مو بنده کړې وه، مه یې خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ.
  • که ډاډه نه یاست چې د لیګ شوي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د اورلګیت او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
  • باید وپوهېږئ چې مرستندویه ډلې، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر تاسو ته ونه رسېږي.

له زلزلې وروسته:

کله چې زلزله ختمه شي باید د وروستیو ټکانونو منتظر اوسو او هڅه وکړو چې له ماتو ښیښو او ماتو شیانو ځان لرې کړو.

له زلزلې وروسته خطرونو څخه د لرې کېدلو لپاره هم ډول ډول سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:

  • که څوک ټپي شوی وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
  • هغه کسان چې سخت ټپي شوي مه یې خوځوئ مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخ وي.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د مړولو هڅه وکړئ.
  • په هره وسیله چې کېږئ وروستي خبرونه واورئ.
  • پام کو ئ چې څه شی در باندې ونه غورځي.
  • که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورلګیت یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

  • په سړک کې له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانیځئ.
  • ورانو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
  • برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.