تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کورونا د اخته کسانو شمېر له سل میلیونو واوښت
نیویارک ټایمز ورځپاڼه-چې د کورونا اړوند شمېرې پخپله ټولوي- د سې شنبې په ورځ وویل، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له سل میلیونو واوښت.
جان هاپکنز پوهنتون هم دا شمېر تاییدوي او وايي، د سې شنبې ورځې تر ماسپښین نړۍ کې له کورونا د مړو شمېر هم دوه میلیونه او یو لک پنځوس زرو ته ورسېد.
دا په داسې مهال ده چې تېر کال په دغه ورځ په کورونا د اخته کسانو شمېر د چین تر ووهان ښار محدود و او امریکا کې ګوته په شمېر کسان په دې وېروس اخته وو.
کارپوهان باوري دي چې دا سل میلیوني شمېر ښايي په کورونا د اخته کېدو ټولیز انځور نه وي، ځکه نږدې ټوله نړۍ کې د کورونا معاینه او ناروغۍ پېژندلو سیستم لا هم محدود دی او ښايي پام وړ سلنې کسانو کورونا تېره کړې وي، خو پېژندل شوي او ریکارډ شوي نه وي.
امریکا کې په کورونا تر ۲۵ میلیون کسان اخته کېدو سره دا هېواد نړۍ کې اول نمبر دی او په هرو څلورو کورونا شویو کې یو امریکایی دی.
تراوسه امریکا کې له دې ناروغۍ څلور لکه ۲۳ زره کسان مړه شوي او دې سره له کورونا نړۍ کې په هرو پنځو مړو کسانو کې یو امریکایی دی.
بریتانیا کې له کورونا یو لک کسان مړه شول
له بلې خوا په برتانیا کې د کوویډ - ۱۹ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ زره تنو اوښتی دی. دغه شمېر د هغو ۱۶۳۱ کسانو له مړینې وروسته تر سل زرو واوښت چې تېرو اته ویشت ورځو کې یې کورونا معاینه مثبته ثابته شوې.
له دې شمېرو سره په برتانیا کې تر اوسه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰ زره ۱۶۲ کسانو ته ورسېد او برتانیا په اروپا کې لومړنی هېواد شو، چې د کوویډ - ۱۹ له کبله پکې تر ۱۰۰ زره ډېر کسان مړه شوي.
بل لور ته له امریکا، برازیل، هند او مکسیکو وروسته برتانیا په نړۍ کې پنځم هېواد دی چې د کورونا له کبله د مړینې شمېر پکې له ۱۰۰ زره کسانو اوړي.
په برتانیا کې تېره میاشت د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر زیات شو او دا هېواد د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شو، چې وبا په خورا چټکۍ پکې خوره شوه.
دا وروستیو ورځو کې بیا دغه هېواد کې د نویو ناروغانو شمېر لږ شوی، خو په روغتونونو کې د بستري کسانو شمېر لا هم ډېر دی او دغه راز د هغو کسانو شمېر هم زیات دی، چې د دې وېروس له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی.
د او این ایس شمېر چې د مړینې سند پر بنسټ خپرېږي ښيي چې د وبا له پیله تر اوسه د مړینې شمېر نژدې ۱۰۴ زرو ته رسېږي، خو د حکومت شمېرې بیا د مثبتو معایناتو پر بنسټ راټولېږي او ټيټې دي.
د لومړي وزیر خواخوږي
د سې شنبې پر ورځ په خپل دفتر کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل، ''له هغو ټولو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوم چې خپل خپلوانو یې ژوند له لاسه ورکړی. ''
د نوموړي په خبره ''د هره هغه اقدام مسوولیت لري چې حکومت کړی دی. ''
د عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، دغه شمېر 'زړه ماتونکی ' دی او د اپوزېسیون لیبر ګوند مشر سر کیئر سټارمر بیا دا 'ملي غمیزه ' بللې.
بل لور ته اروپايي ټولنې په بلاک کې د اسټرازینیکا واکسین پلان شوې تولید کچه کې د لږوالي پر سر له ناندریو وروسته د دې صادراتو سختولو خبرداری ورکړی.
د واکسین اړوند بریتانوي چارواکي بیا وايي، دوی باوري دي، دومره واکسین به ترلاسه کړي چې خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي.
د واکسین ترسیل پر موضوع یوې پوښتنې ته ځواب کې لومړي وزیر بوریس جانسن وویل، دی هیله من دی چې ''په اروپايي ټولنه کې به زموږ دوستان ټولو تړونونو ته ژمن واوسي '' او حکومت ''په بشپړه توګه '' تمه کوي چې پاتې واکسین به ولېږدول شي.
د انګلستان عامې روغتیا ادارې طبي څانګې مشره ډاکتره ویوني ډویلي وايي، ''هر مړ شوی کس د یوې کورنۍ غړی او د یو چا ملګری و. له بده مرغه وبا په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند واخیست، خو موږ په تېر یوه کال کې د دغه وېروس په هکله ډېر څه زده کړل.
د خپرېدو مخنیوي تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې اصول مراعت شي او اوسمهال کې یې مانا په کور کې پاتې کېدل دي. ''