کورونا؛ برازیل کې د چین او اکسفورډ واکسینونو ته بېړنۍ اجازه ورکړل شوه

د عکس سرچینه، EPA
برازیل کې روغتیايي چارواکي وايي، د کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره یې د چین سینوواک او هم د اکسفورډ پوهنتون او استرازنکا شرکت ګډ جوړ شوي واکسین ته بېړنۍ اجازه ور کړه.
برازیلي چارواکي وايي، په سایوپایولو ښار کې ۵۴ کلنه روغتیاپاله مونیکا کالازان لومړنی کس دی چې په دغه هېواد کې واکسین کوي.
ټاکلې ده د برازیل ۲۷ ایالتونو کې ډېر ژر ټولو وګړو ته واکسین پیل شي.
د برازیل روغتیا وزیر اېډوارډو پازولو وايي، دغه هېواد کې دوو څېړنیزو مرکزونو ته د سینوواک او اکسفورډ-استرازنکا واکسین د تولید اجازه ورکړل شوې ده.
برازیل ۲۱۱ میلیون وګړي لري او تراوسه دغه هېواد کې ۸ میلیون او څلور لکه کسان په کورونا اخته شوي دي.
برازیل کې له کورونا دوه لکه نهه زره کسان مړه شوي او له امریکا وروسته نړۍ کې دویم هېواد دی چې له دې وېروس پکې ډېر خلک مري.
چین له ځینې هېوادونو سره الوتنې وځنډولې

د عکس سرچینه، Reuters
وروستیو ورځو کې په ځینې مساپرو کې د کورونا وېروس له پیدا کېدو وروسته د چین هوايي چلن ادارې د پاکستان په ګډون له ځینې هېوادونو سره الوتنې وځنډولې.
دې ادارې چین ته د پاکستان، چین، ترکیې، مصر او سیچوان هوايي کرښو الوتنې ځنډولې دي.
چین د پاکستان هوايي کرښې الوتنې د څلورو اونیو لپاره ځنډولې او لا مل یې هم د جنورۍ پر دویمه لسو مساپرو کې د کورونا وېروس پیدا کېدل بولي.
د تېر ډیسمبر پر ۳۱ د چین هوايي کرښې د جوهانسبرګ شینزن الوتنې پنځو مساپرو کې د کورنا له پېژندل کېدو وروسته دا الوتنې د دوو اونیو لپاره بندې شوې.
د ډيسمبر پر ۳۰ د ترکیې هوايي کرښې پنځو مساپرو کې هم کورونا پېژندل شوې وه او د مصر شپږو مساپرو دا معاینه هم مثبته وه.
دا دوه الوتنې هم د جنورۍ له ۱۸ تر دوو اونیو بندې شوې.
د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د چین ولسي هوايي کرښې ادارې د ۲۰۲۰ کال ډیسمر پر ۱۶ د یو کال پخوانۍ پالیسۍ کې بدلون را ووست..
د دې پالسي له مخې که یوه الوتکه کې تر پنځو کسان په کورونا اخته وي، نو له یوې تر دوو اونیو دا الوتنې ځنډېږي، خو که یوه الوتکه کې تر لسو کسان کورونا وي، نو تر څلورو اونیو اړوند الوتنې بندېږي.





















