د کتونکې پر تلویزیون پرده پام شو چې خبریاله سرطان لري

خبریاله

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/ VICTORIA PRICE

د خپرېدو وخت

د امریکا په فلوریډا کې یوه ټلویزیوني خبریاله د خپلې خپرونې د یوې لېدونکې لخوا متوجه شوه چې په غاړه کې یې سرطاني ټیومر وده کړې.

خبریالې ویکټوریا پرایس له دغې لېدونکې مننه کړې، چې په خبره یې په برېښنالیک کې یې د دې پر غاړه د سرطاني علایمو له لیدو وروسته د معایناتو او درملنې ټینګار پرې کړی.

نوموړې پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلي، له معایناتو وروسته ثابته شوه، چې رښتیا سرطان لري.

''د ټلویزیون یوې لیدونکې راته تېره شپه بریښنالیک استولی وو او زما پر غاړه یې غوټه لیدلې، هغې هم ورته سرطان درلود چې له پوټکي بهر معلومېږي. ''

اغلې پرایس وايي، د دغه ټیومر د لرې کولو لپاره به د دوشنبې پر ورځ عملیات وکړي.

پرایس د فلوریډا په ټامپا ښار کې د کورونا وېروس د خپرییدو په اړه راپورونه چمتو کول او وايي، د دغې وبا په اړه یې د خبري پوښښ پر مهال خپلې روغتیا ته پاملرنه کمه شوې وه.

ډاکترانو هغې ته ویلي چې ټیومر یې د غاړې له منځنۍ برخې د خپرېد و په حال کې دی او اړتیا ده چې جراحی عملیات یې وشي.

طارق الموسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طارق الموسی ته هم د یو نرسې له خوا ویل شوي و چې پر غاړه یې یوه سرطاني غوټه شته

پرایس وايي، که دغه برېښنالیک مې نه وای تر لاسه کړای نو ښايي له تشخیص مخکې ټیومره ډېره وده کړې وای:

''دا یو ډېر ډاروونکی او خواشینونکی فکر دی، زه به د تل لپاره ددغې مېرمنې منندویه یم چې هیڅ مې نه پېژندله او نه یې زما په اړه کوم مکلفیت درلود خو دا کار یې وکړ او زه یې متوجه کړم. ''

تاراید سرطان دنارینه وو پرتله په ښځو کې زیات وي. د پرایس په وینا د ټولو هغو ناروغانو چې سږ کال په امریکا کې تشخیص شوي ۷۵ سلنه یې ښځې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو لیدونکی د تلویزیون یوې ویاندې ته روغتیایي لارښوونه کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د لیورپول لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د فوټبال کارپوه مارک لاورېنسن هم له یو ډاکټر څخه مننه وکړه چې د بي بي سي فوټبال فوکس په خپرونه کې یې له لیدلو وروسته د هغه سرطان تشخیص کړ.

په ۲۰۱۳ کال کې د یوې خبري شبکې کوربه طارق الموسی ته هم د یوې نرسې له خوا ویل شوي و چې پر غاړه یې یوه سرطاني غوټه شته او الموسی اوس د تایراید سرطان له دوهم پړاوه هم روغ شوی دی.