تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شيخ رشيد: د افغانانو ۲۰۰ زره جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې مو باطلې کړې
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تېره ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې له خبریالانو سره خبرو کې ادعا کړې چې دوی د ۲۰۰ زرو په شاوخوا کې هغه پاکستانۍ پېژندپاڼې ختمې کړې چې د ده په خبره افغان کډوالو په جعلي اسنادو ترلاسه کړې وې.
که څه هم ښاغلي رشید د دې پاکستانيو پېژندپاڼو په هکله نور مالومات نه دي ورکړي چې دغه پېژندپاڼې يې د پاکستان په کومو ایالتونو کې ختمې کړې خو زیاتوي په پاکستان کې له یو نیم ملیون راجسټر شویو افغان کډوالو سره سره شاوخوا اته لکه کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.
نوموړي وايي،"دلته د زېږېدو، د مړینې او د کور د کرایو جعلي سرټيفیکېټونه جوړېږي، نو ځکه موږ دوه لکه داسې پېژندپاڼې بندې کړې".
له دې سره چې د پاکستانیو چارواکو له لوري دغه ډول ادعاوې وړاندې هم له کراچۍ نیولې تر پنجابه په هر ایالت کې شوې دي او وړاندې هم دغه ډول د جعلي پاکستانيو پېژندپاڼو د ختمېدو اعلانونه شوي.
خو په پاکستان کې مېشت پښتانه ملتپال سیاستوال بیا دا د پاکستان مېشتو پښتنو پر ضد ګام بولي، ځکه چې د دې ملتپالو په خبره د پاکستان واکمن د افغان کډوالو په نامه خپله د پاکستان مېشتو پښتنو پېژندپاڼې ختمول غواړي.
د پاکستان په سنا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان خان کاکړ وايي، د کډوالو په نامه له پښتنو څخه تابعیت اخیستل کېږي.
په پاکستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په لکونو افغان کډوال د کډوالۍ ژوند تېروي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خبره یو نیم ميلیون يې راجسټر شوي او شاوخوا اته لکه کډوال په غیرقانونه توګه په دغه هېواد کې ژوند کوي.
راجسټر شویو کډوالو ته د پاکستان د پېژندپاڼې ادارې یا نادرا مهاجر کارټونه ورکړي.