تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن - ټرمپ د اقتصادي مرستو د مصوبې لاسلیکولو ته وهڅاوه
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن وايي که ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کوویډ-۱۹ وبا د اقتصادي مرستو د مصوبې لاسلیک وځنډوي "ویجاړوونکې پایلې" به ولري.
که دغه مصوبه د راتلونکې شنبې تر پای لاسلیک نه شي د شاوخوا ۱۴ میلیون امریکایانو د بېکارۍ د مهال حقوق بندېږي.
د کورونا وېروس د اقتصادي مرستو د ټولګې ۹۰۰ میلیارد ډالري مصوبه د امریکا کانګرس کې د دېموکراتانو او جمهوریپالو ترمنځ تر څو میاشتو بحثونونو وروسته تصویب شوه.
دې مصوبه کې له هغو امریکايانو سره چې سړي سر کلنی عاید یې له ۷۵ زرو ډالرو ټیټ وي، د ۶۰۰ ډالرو مرسته پام کې نیول شوې ده.
ډونلډ ټرمپ وايي د کورونا وبا پر مهال خلکو سره کېدونکې مرستې باید له ۶۰۰ ډالرو ۲۰۰۰ ته لوړې شي.
خو کانګرس کې د هغه خپل جمهوریپال ګوندیان د دې غوښتنې مخالفت کوي.
ولسمشر ټرمپ دا راز د بهرنیو مرستو کمېدل غواړي خو دې غوښتنې سره یې بیا دېموکراتان موافق نه دي.
کانګرس د کورونا وېروس د اقتصادي مرستو د مصوبې ترڅنګ د فدرال یو تریلیون او ۴۰۰ میلیادر ډالري بودیجه هم تصویب کړې ده.
که دا ستونزه دوام وکړي او د کانګرس غړي لنډمهاله بودیجه تصویب نه کړي له سې شنبې به د حکومت ځینې برخې وتړل شي.
بایډن څه ویلي؟
ښاغلي بایډن د شنبې پر ورځ د واکونو د لېږد پر ویبپاڼه خپره کړې تونده بیانیه کې د ولسمشر ټرمپ لخوا د دې مصوبې له لاسلیکولو انکار "له مسوولیتونو د اوږو سپکول" بللي دي.
هغه زیاته کړې: "د کرسمېس سبا دی او میلیونونه کورنۍ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اقتصادي مرستو د مصوبې له لاسلیکولو د ډډې له کبله چې کانګرس هم د دواړو ګوندونو په ګډ او لوی اکثریت تصویب کړې، پر دې نه پوهېږي چې ژوند به څنګه تېروي".
ښاغلي بایډن د کانګرس دېموکرات او جمهوریپال غړي ستایلي چې پر دې مصوبه یې هوکړه کړې او ویلي یې دي چې "ولسمشر ټرمپ هم باید له هغوي سره یو ځای شي او دا ډاډمنه کړي چې میلیونونه امریکایان د رخصتیو په دې ورځو کې له خوړو او سرپناه بې برخې نه پاتې کېږي".
ټرمپ د دې مصوبې په اړه څه ویلي و؟
ډونلډ ټرمپ د کانګرس لخوا له دې تصویب شوې مصوبې سره د مخالفت په دوام پر خپل ټویټر لیکلي: "یوازې همدا غواړم چې خلکو ته ۲۰۰۰ ډالر ورسوم، نه دا ناڅېزه ۶۰۰ ډالر چې مصوبه کې ورته پام کې نیول شوي دي ".
خو د ۶۰۰ ډالري مرستې وړاندېز روانه میاشت پخپله د ولسمشر ټرمپ ستر اقتصادي سلاکار - د خزانې وزیر سټیون منوچین کړی و او ګڼ خلک اوس پوښتي چې ولسمشر ټرمپ ولې هغه مهال غبرګون نه ښود.
ډونلډ ټرمپ له بهرنیو هېوادونو سره د کلنیو مرستو لپاره فدرال بودیجه کې د ځانګړو شویو پیسو مخالف هم دی او ټینګار کوي چې دا پېسې دې د نورو هیوادونو پر ځای په کور دننه د امریکایانو د ستونزو په حل ولګول شي.
ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ د کانګرس ۷۴۰ میلیارد ډالري دفاعي بودیجه هم وېټو کړه.
د ښاغلي ټرمپ د ویټو د لغوه کېدو لپاره اړتیا ده چې د کانګرس د دواړو جرګو له هرو دریو دوه غړي دا مصوبه بیا تایید کړي.