د ولسمشر مکرون د سپي پیغام: پر حیواناتو مهربانه اوسئ

د عکس سرچینه، Macron/Facebook
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون سپی نیمو په هغه ویډیويي کلیپ کې اتل ښوول شوی، چې له خلکو غواړي د عیسویانو اختر کرسمس پر مهال کورني حیوانات له 'پوهاوي سره خپل کړي. '
د دغه تور رنګه لابرادور - ګرېفون نسل سپي له تصویر سره کشل شوي، 'زما کیسه له متروکېدو سره پېلېږي... په فرانسه کې هر کال زما په څېر ۱۰۰ زره کورني حیوانات لاوارث پرېښوول کېږي، نو د کرسمس پر مهال دغسې حیوانات وپالئ، خو له پوهاوي وروسته یې خپل کړئ. '
ښاغلی مکرون پر کوویډ - ۱۹ اخته دی او پاریس ته نژدې یوه مېشت ځای کې ګوښی اوسي. د نیمو په کلیپ کې یو عاطفي پیغام دی چې وايي:
''ستاسو کورنی حیوان ستاسې د کورنۍ یو غړی دی او پر تاسې حساب کوي. '' نیمو د ۲۰۱۷ کال اګست کې لومړی ځل له ښاغلي مکرون سره ولیدل شو.
په فرانسه کې معمولاً ولسمشران سپی ساتي او دا چاره هم د 'لومړي سپي ' دود پالنه وبلل شوه. هغه وخت رپوټونو کې ویل شوي و، چې ښاغلي مکرون او مېرمن یې برېجیټ د حیواناتو ژغورنې له یوه مرکزه دا سپی د ۲۵۰ یورو بدل کې اخیستی و.
د نیمو کلیپ کې ویل شوي، جنورۍ کې به پارلمان د حیواناتو پالنې پر یوې قانوني طرحه بحث وکړي، چې له حیواناتو سره د ظلم مخه ونیول شي.
په طرحه کې د حیواناتو پالنې مرکزونو لپاره د ۲۰ میلیونه یورو ورکولو وړاندیز هم شته، چې هدف یې د دې مرکزونو حالت ښه کول بلل کېږي. دغه راز په طرح کې د هغو کسانو لپاره د لا سختې سزا وړاندیز شوی، چې له کورنیو حیواناتو سره زور زیاتی کوي او د 'پوهاوي یو سند ' هم وړاندیز شوی، چې د حیوان پېرودلو پر مهال باید وړاندې شي.

د عکس سرچینه، AFP
که دغه طرح پر قانون بدله شي، د حیواناتو بیوزله پالونکي به یې د پالنې لګښت لپاره د مرستې غوښتنه هم کولای شي. ولسمشر او مېرمن یې نیمو د پلازمېنې پاریس لوېدیځ هیرميرای سیمه کې د حیواناتو ژغورنې له یوه مرکزه ترلاسه کړی و.
دغه سپی دفرانسې په سویلي تولي سیمه کې یو چا خوشی کړی و، چې له ښاغلي مکرون مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسویس هولاند پلرنۍ سیمه ده.
په الیسي ماڼۍ کې د اوسېدو پر مهال ښاغلي هولاند د همدې لابرادور نسل یوه سپۍ ساتلې وه، چې پهیلايي نومېده.




















