تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چیلي ولسمشر د ماسک نه تړلو له کبله ۳۵۰۰ ډالر جریمه شو
د چیلي ولسمشر سباسټین پينېرا د دې لپاره درې زره پينځه سوه ډالر جریمه شوی چې په یوه ساحل کې یې له ماسک پرته یوې ښځې سره سیلفي اخیستی و.
د ښاغلي پینېرا دا عکس د روانې میاشتې لومړیو کې خواله رسنیو ته راووت او ګڼې تبصرې پرې وشوې.
هغه وروسته خپل سپیناوي کې وویل ساحل کې یوازې پلی ګرځېده، خو ښځې وپېژانده او د سیلفي اخیستو غوښتنه یې ترې وکړه.
چیلي کې د کورونا مثبتې پېښې د ډېرېدو په حال کې دي او دغه هېواد په عمومي ځایونو کې د ماسک تړلو لپاره سخت اصول او قوانین وړاندې کړې دي.
هغه څوک چې دغه اصول او قوانین عملي نه کړي او ماسکونه ونه تړي، نغدي جریمه کېږي یا به بندیانېږي.
په چیلي کې روغتیايي چارواکو ویلي، هلته ۵۸۱۱۳۵ کسان په کورونا وېروس اخته شوي او ۱۶۰۵۱ مړه شوي دي.
پېنېرا په ګڼو نورو لانجمنو انځورونو کې هم راڅرګند شوی چې په سیاسي ډګر کې یې تر ډېره هغه ته زیان اړولی دی.
تېر کال نوموړی د پیزا په یوه محفل کې داسې مهال د ګډون کولو پرمهال یوه انځور کې راڅرګند شوی و، چې پلازمېنه سانټیاګو کې د نابرابرښت پرضد پراخې مظاهرې روانې وې.
په سانټیاګو کې د کورونا وېروس د مخنیوي پخاطر د لګول شویو محدودیتونو پرضد لاریونونه شوي.
له تېرې جولای میاشت راهیسې روغتیايي چارواکو په چیلي کې هره ورځ تر زرو ډېر په کورونا وېروس اخته کسان اعلان کړي.
د ډیسمبر میاشتې له لومړیو، پېنېرا د بېړني حالت موده ۹۰ ورځې کړه، چې وايي حکومت به یې د وبا د خپرېدو مخنیوي کې محدودیتونه جاري وساتلی شي.