برتانیا کې د جنسي تېري تورن ته د ۳۰ کلونو بند سزا ۴۰ کاله شوه

د عکس سرچینه، GREATER MANCHESTER POLICE
د بریتانیا پولیسو ویلي، دغه مسلکي تېري کوونکي رینهارډ سیناګا پر څه باندې ۲۰۰ کسانو جنسي تېری کړی چې د ۶۰ قربانیانو هویت لا نه دی ښودل شوی.
محکمې سیناګا تورن کړی، چې ۴۸ سړي یې مانچسټر کې خپل کور ته بېولي او پر هغوی یې د جنسي تېریو وېډیوګانې ثبت کړې دي.
د برتانیا عالي محکمې د نوموړي د بند سزا، چې مخکې ۳۰ کاله وه، ۴۰ کلونو ته لوړه کړې ده.
پولیس وايي باوري دي چې سیناګا پر ۲۰۶ سړیو جنسي تېری کړی دی.
ویل کېږي سیناګا، چې محصل و، د نڅا له شپنیو کلپونو او شرابخونو راوتونکو ته انتظار کاوه او د مانچسټر ښار زړه کې پر 'پرنسېس' سړک به یې خپل کور ته بېول.
کله به چې څوک کور ته ورسره ولاړ، ده به نشه کړ او چې بې سده به شو، جنسي تېری به یې پرې وکړ او تر ډېره به یې د دې صحنې وېډیوګانې ثبتولې او د قربانیانو شخصي توکي (موبایل...) به یې د جایزې په توګه ترې اخیستل.
قربانیان به چې کله په سد شول، د بې سدۍ پرمهال به چې څه ورسره شوي وو، په یاد نه ورتلل.
پولیسو سیناګا تر هغه وروسته ونیو، چې یو قرباني یې د جنسي تیري پرمهال په خود راغی او چارواکي یې په پېښه خبر کړل.
پولیسو د سیناګا له موبایل پر قرباني شویو د جنسي تېري سلګونه ګړۍ ثبت شوې وېډیوګانې موندلې دي.
په څېړنو کې موندل شوې سیناګا، چې په اصل کې د اندونیزیا دی، له فاکټري ۲۵۱ شپني کلب لږ لیرې په یوه کرايي کور کې اوسېده.

د عکس سرچینه، GREATER MANCHESTER POLICE
د محکمې په دوسیه کې راغلي، سیناګا به له قربانیانو سره، چې تر ډېره تر شلو کلونو د لوړ عمر سړي دي، یو ډول چلن کاوه.
ویل کېږي قربانیان چې به له شپنیو کلبونو او شرابخونو راووتل، یو څه به نشه وو، نو ده به له ځان سره کور ته بوتلل.
ډېری قربانیانو ته پر دوی د جنسي تېري صحنې نه دي یادې، خو ځینو یې ویلي کله چې سیناګا شراب ورکړل، دوی بېسده شول.
ډېری قربانیان نه پوهېږي چې ایا رښتیا هم پر دوی جنسي تېری شوی دی.
سیناګا ویلي، ټول جسني تېري یې د قرباني شویو سړیو په خوښه کړي. دی دا هم وايي چې هغوی د وېډیو ثبتولو اجازه هم ورکړې، خو ځانونه به یې ویده ښودل.
د مانچستر د پولیسو مرستیال مشر مابس حسین ویل، تر اوسه ۲۳ قربانیان پېژندل شوي "موږ باوري یو چې سیناګا پر ۲۰۶ سړیو جنسي تېری کړی دی".

د عکس سرچینه، GREATER MANCHESTER POLICE
نوموړی زیاتوي: "د ۶۰ سړیو د پېژندلو کار روان دی، باوري یو چې ځینې قربانیان به له موږ سره په اړیکه کې شي".
په عالي محکمه کې قاضیانو هغه ته د عمري بند د سزا له غوښتنې سره مخالفت وښود، خو د هغه د بند کلونه یې ډېر کړل.
قاضیان پر دې اند دي چې تورن پر خپل جرم پښېماني نه ده ښودلې.






















