ځوان سړي د اعتراض په توګه خپلې شونډې سرې کړې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ثمره فاطمه
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د هند کولکتې ښار ۲۵ کلن اوسېدونکي پوشپک سین دغه تصویر دا وروستیو کې پر خواله رسنیو خورا ډېر لاس پر لاس شوی دی. نوموړی ډیجیټل محتوا پنځونکی دی او وايي، دغه تصویر یې خپلوانو ته له یوه پیغام سره استولی و، چې پکې ویل شوي:
''ګهیځ مو په خیر، ژر تر ژره روغ شئ. ''
نوموړی وايي، ځینو خپلوانو یې یوې مېلمستیا کې پر ۵۴ کلنې مور ځکه ملنډې وهلې وې، چې هغې شونډې سرې کړې وې.
د ښاغلي سین په وینا دغه تصویر او ورسره پیغام یې ځکه خپلوانو ته استولی، چې هغوی ته ووايي، ''میک اپ کول یا شونډې سرې کول د سینګار وسایل دي او د ښځې له اخلاقو یا نارینه له سړیتوب سره هېڅ تړاو نه لري. ''
پوشپک سین وايي، په هغه مېلمستیا کې یې ځینې لوستي خپلوان هم وو او دی ځکه ډېر خواشینی شوی، چې دغه خپلوان یې ''معمولاً د عقل او علم خبرې کوي، خو کله چې په یوه ښځه ملنډې وهل کېدې، دوی هم د اعتراض پر ځای په دې خبرو کې ګډون کړی. ''
پوشپک سین له بي بي سي سره خبرو کې وویل، مور یې سنګهار خوښوي، خو له دې ډاره چې 'خلک به څه وايي؟ 'یې هېڅکله شونډې نه وې سرې کړې.
د نوموړي په وینا روان کال یې د مور د کلیزې پر ورځ هغې ته ویلي و، چې اوس خلک بدل شوي او باید دا هغسې وکړي، چې زړه یې غواړيو خو په خبره یې 'ښايي زه تېروتلی وم. '
پوشپک سین وايي:
''سور رنګ یوازې یو رنګ دی، دا د انسانانو رول نه ثابتوي، نه هم زما نارینتوب دومره نازک دی، چې د شونډو سرو کولو له کبله به دانه وانه شي. دا پیغام استول خورا مهم و، چې زه دا ډول بې بنسټه خبرې نه شم زغملای. ''

د عکس سرچینه، Facebook/PushpakSen
د پوشپک په اند ''معمولاً خلک هغه وخت درپورې خاندي، چې دوی فکر کوي ته له دوی غوره ښکارې او دا نه شي زغملای. ''
پوشپک وايي، مور یې ترې مننه کړې او وايي:
''ویاړم چې ته پوهېږې، کله او په کومه اندازه غږ پورته کړې چې څوک خواشیني هم نه شي او خبره دې هم واوري. ''
نوموړی وايي، دوستان یې او پر خواله رسنیو ګڼ کسان د ده ستاینه کوي. دی وايي، دوستانو یې ورته ویلي، د یوه ناوړه دود پر ضد یې غږ پورته کړی او له همدې کبله یې ستاینه کېږي.
د خپلوانو لخوا یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی او د پوشپک په اند ''ښايي هغو حیران وي، یا به ځواب نه لري او دا هم کېدای شي، چې زما په پیغام پورې به خاندی. ''
دی وايي، ''هر څه چې دي، خو زما لپاره مهمه وه، چې دوی ته ووایم، هر څوک ژوندپه خپله خوښه کوي، له دوی به پوښتنه نه کوي. ''


















