هغه سړی چې نوم یې لړم ته ورکړل شوی

د خپرېدو وخت

که چا ته وویل شي، چې داسې کوم یو خځنده یې خوښ دی، چې خپل نوم ورکړي؟ ښايي لږ تر لږه لړم د چا خوښ نه شي، خو احمد ابراهیم اوالي باوري دی، چې اوالي نومی نوی موندل شوی لړم به یې د هېواد ساینسپوهانو ته د الهام وسیله وګرځي.

د لړم دغه نوي ډول موندونکو دریو سایسنپوهانو ۶۶ کلن ساینسپوه احمد ابراهیم اوالي ته د چاپیریال خوندیتوب او محافظت لړ کې د ده خدمتونو درناوي لپاره دغه نوم ورکړی. له هرګیسا نه د ټیلیفون له لارې له بي بي سي سره په دې هکله خبرو کې د ښاغلي اوالي په غږ کې ویاړ له ورایه څرګند وو:

''په سومالیا کې ډېری موندل شویو خځندوو ته د ځای، سیمې، څارویو یا نورو داسې څېزونو نومونه ورکړل شوي، چې د امریکا او اروپا دي، خو د ډېرو ځوانانو لپاره به دا اوالي نومول یوه هڅوونه ثابته شي، ځکه بالاخره اوالي د سومالیا دی. ''

له ۱۹ پېړۍ راهیسې په سومالیا کې د طبیعت پېژندنې برخه کې اروپايي کارپوهانو خدمت کړی، خو ښاغلی اوالي غواړي د حیواناتو او نباتاتو پېژندنې برخه کې د سومالیا ځايي اوسېدونکو شمېر لا زیات شي.

د پراخو، سختو خپړو لرونکی نوی لړم چې د ښاغلي اوالي نوم ورکړل شوی، د اګابارا کلي ته نژدې په شاړو ځمکو کې موندل شوی دی. دغه سیمه د سومالي لنډ له پلازمېنې هارګیسا نژدې پنځوس کلیومتره لېرې پرته ده، چې ځان یې خپلواک جمهوریت اعلان کړی دی.

ښاغلی اوالي د نوي موندل شوي لړم په هکله وايي، د خپل نسل کوچنیو هغو پرتله ډېر زهرجن نه دی، ځکه په وینا یې د لړمانو د خپړو او زهرجن ټک تر منځ برعکس ربط یا اړیکه ده. خو دا ډول لړم له هغو پنځوسو ډولونو یو دی، چې په سیمه کې موندل کېږي.

دغه نوې موندنه په سیمه کې د پرېمانه طبیعي حیات شتوالي یوه بېلګه بلل کېږي.

دغه راز داسې نژدې ۳۰۰۰ ډوله نباتات پېژندل شوي، چې لږ تر لږه ۷۰۰ ډوله یې ځايي ریښه لري او دا شمېر په ډېرېدو دی. ښاغلی اوالي چې ۲۰۱۴ کال کې یې خپله هم د الویرا یو نوی ډول موندلی وايي:

''هر کال نوې موندنې لرو. ''

په سومالي ژبه کې بختور ته اوالي وايي، او احمد ابراهیم اوالي ځکه ځان بختور بولي، چې د الویرا نوی ډول بوټی یې همداسې ناڅاپه موندلی. نوموړي د تل په څېر سارا کې سفر کاوه، چې د دې سوربخون بوټي پر نژدې ۱۰۰۰ بوټیو یې نظر ولګېد، چې پریمانه زرغون شوی و.

د نوموړي په وینا که څه هم ځايي خلکو دغه بوټی د ډاکار - کاس یا سرې الویرا په نامه پېژاند، خو دوی ته معلومه نه وه، چې دا له نورو ورته بوټو څومره ځانګړی دی.