تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وبا: اسپانیا بیړنی حالت اعلان کړ
د دې لپاره چې د کورونا وبا د یوې نوې څپې په کنترولو کې مرسته شوې وي د اسپانیا حکومت په هېواد کې ملي بیړنی حالت اعلان کړ او د شپې له خوا یې پر ګرځېدو بندیز ولګاوه.
د اسپانیا لومړي وزیر پېډرو سنچېز وویل ګرځبندیز به د شپې له یولسو بجو نه د سهار تر شپږو بجو وي او له یکشنبې نه به عملي شي.
لومړي وزیر ویلي چې د سیمه ییزو ادارو چارواکي کولای شي چې په بیړنیو حالاتو کې له یوې سیمې نه بلې ته سفر وکړي.
ښاغلي سنچېز ویلي له پارلمان نه به وغواړي چې د نویو اقداماتو موده له پنځلسو ورځو نه شپږو میاشتو ته غځول تایید کړي.
دغه راز د خلکو پر راټولېدو هم محدویتونه لګول شوي. د نورو محدویتونو له مخې د بېلا بېلو کورنیو یوازې شپږ غړي کولای شي چې په یوځای کې سره راټول شي.
لومړي وزیر په یوه تلویزوني وینا کې وویل چې حالات ډېر سخت دي او اسپانیا د تېرې پیړۍ له نیمايي نه راپدیخوا تر ټولو جدي حالت سره مخامخه ده.
د سږکال په لومړیو کې د کورونا وبا لومړۍ څپې اسپانیا ډېره وځپله او دغه هېواد اړ شو چې سخته کوربندي ولګوي.
اسپانیا اوس د نورو اروپايي هېوادونو په څېر د کورونا وبا له دویمې څپې سره مخامخه ده.
نوي محدویتونه په داسې حال کې لګول کېږي چې په اسپانیا کې د کوېډ ۱۹ مثبتو پېښو شمېر له یو میلیون نه پورته شوی او نژدې ۳۵ زره کسان ترې وار دمخه مړه شوي دي.
په عین حال کې ایټالیا هم سینماګانې، د لامبو وهلو حوضونه، سپورتي کلپونه د کورونا وېروس د چټکې خپرېدنې د مخنیوي په موخه سر له سبا دوشنبې تړي.
دغه راز به ساقي خانې او رستورانتونه د ماښام په شپږ بجو خپلې دروازې تړي خو نور دوکانونه به پرانستي وي.
د دې محدودیتونو د لګولو پرېکړه د لومړي وزیر او سیمه ییزو مشرانو ترمنځ وروسته له هغه وشوه چې پر شنبه د کوېډ ۱۹ څه باندې ۱۹۶۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبتې شوې او ۱۵۱ کسان ترې مړه شول.