تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: اسپانیا کې ماشومانو ته د بهر وتلو اجازه؛ او د نورې نړۍ حال
په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له دوه لکو اوښتی. د دې وېروس لومړۍ مثبته پېښه د تېرې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه ثبت شوې وه.
په ورپسې ۹۰ ورځو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر سل زرو ته ورسېد. خو د وېروس د چټکې خپرېدا له امله یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې په ټوله نړۍ کې سل زره نور کسان له دې ناورغۍ مړه شوي.
د نړۍ یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله لګېدلي محدودیتونه ګام په ګام نرمېږي، خو د بریتانیا په ګډون ګڼو نورو هېوادونو کې چارواکو خبرداری ورکړی چې باید د محدودیتونو لېرې کولو کې احتیاط وشي.
بل لور ته افغانستان او پاکستان کې د حکومتونو او روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سره ګڼ شمېر کسان د تراویح لمانځه لپاره جوماتونو ته روان دي.
په دې دواړه هېوادونو کې چارواکو خلکو ته ویلي وو چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي په موخه دې په کورونو کې پاتې شي، خو داسې ښکاري چې ځینې کسان دا خبره جدي نه بولي.
د نړۍ لر او بر کې وروستی حال:
په اسپانیا کې له یوې نیمې میاشتې محدودیت وروسته د هغو د نرمولو لړ کې له ۱۴ کلونو ټیټ عمر ماشومانو ته اجازه ورکړل شوې چې په ورځ کې د یوه ساعت لپاره له کورونو راووځي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي په تېرو پنځو اونیو کې د کورونا وېروس له امله په لومړي ځل په یوه شپه او ورځ کې لږ کسان مړه شوي.
دوی وايي له پرون راهیسې ۲۸۸ تنه مړه شوي او په دې سره د مړېنې ټول شمېر ۲۳ زره او ۱۹۰ ته رسېدلی.
هلته په امریکا کې، چې په نړۍ کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې او مړینې لري، حکومت لا هم خپلو هڅو کې سرګردانه ښکاري.
د نیویارک ایالت اعلان کړی دی چې شخصي درملتونو ته به اجازه ورکوي چې د کورونا وېروس معاینه یا ټېسټ ترسره کړي.
والی انډریو کومو ویلي، د دې ایالت شاوخوا پنځه زره شخصي درملتونونه به ورځ کې کابو ۴۰ زره ټېسټونه یا معاینې ترسره کوي.
نیویارک ایالت د کورونا وېروس له کبله تر ټولو دېر ځپل شوی او کابو ۵۴ زره کسان پکې مړه شوي، چې د ټولې امریکا د مړینو نیمایي برخه ده.
په ټوله امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر له ۹ لکو اوښتی دی.
په ورته وخت کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له دې وروسته به د کورونا وېروس په اړه خپل ورځنی خبري کنفرانس نه کوي، ځکه د ده په وینا، بد نیته خبریالان ورنه بې مانا پوښتنې کوي.
سعودي عرب کې هم لګول شوي محدودیتونه سر له یکشنبې نرم شول او د اکثرو سیمو اوسېدونکي به وکولی شي چې د سهار له ۹ د مازیګر تر ۵ بجو له کورونو بهر ووځي.
د سوداګریزو مرکزونو په ګډون ځینو اقتصادي فعالیتونو ته هم اجازه ورکړل شوې.
په سعودي کې د کورونا وېروس څه باندې ۱۶ زره پېښې ثبت شوې دي ا و ۱۳۶ تنه مړه شوي دي.
په مصر کې بیا یکشنبه ځینې حکومتي ادارې د خلکو پرمخ پرانستل شوې، خو مراجعینو او کارکوونکو ته د سختو احتیاطي تدابیر ویل شوي دي.
مصر کې کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۳۰۰ تنه وژلي او څه باندې ۴ زره او ۳۰۰ لا هم پرې اخته دي.
بریتانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۳ کسان له کورونا وېروس مړه شوي، او د ټولو مړینو شمېر ۲۱ زرو ته نږدې شوی دی.
لومړی وزیر بورېس جانسن، چې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ رغېدلی، سر دوشبه بېرته خپل کار ته ستنېږي.
نوموړی یوه اوونۍ روغتون کې و او په دې موده کې یې درې شپې په جدي مراقبت خونه کې تېرې کړې، خو اوس له څو ورځو استراحت وروسته بیرته خپل کار ته ستنیږي.
د بریتانیا حکومت د ځینو نورو اروپایي هېوادونو برعکس ویلي چې د محدودیتونو لېرې کولو په چاره کې باید احتیاط وشي.
په هالنډ کې بیا د مېنک په نوم د یو ډول ژوي دوه فارمونو خبر ورکړی چې دې ژوې ته هم کورونا وېروس سرایت کړی.
د دغه هېواد د کرنې وزارت ویلي مېنک ژویو کې د دې وېروس د نښو په ګډون تنفسې ستونزې لېدل شوي دي. دې ژویو ته د کورونا وېروس د رسېدو په اړه څېړنې پیل شوي دي.
د یادولو ده چې د دې دواړو فارمونو په ځېنو کارکوونکو کې هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ نښې لېدل شوي دي.
د چین په ووهان ښار کې چې د کورونا وېروس مرکز بلل کیږي چارواکو اعلان کړی چې پر دې وېروس ټول اخته کسان رغېدلې او د کوویډ-۱۹ هیڅ ناروغ په روغتون کې نه دی پاتې.
دغه راز ویل شوي چې په ووهان کې د کورونا وېروس هیڅ نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
چین ته څېرمه په سویلي کوریا کې ځینو مذهبي ډلو د حکومت له خوا د بندیزونو نرمولو لړ کې د عبادت مراسم بیا پيل کړي دي.
د دغه هېواد یوه مذهبي ډله وروسته له هغه د کورونا وېروس په خپرولو تورنه شوه چې زرګونه پلویان یې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شول.
په اسټرالیا کې حکومت داسې یو اپلیکېشن فعال کړ چې کولی شي پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته کسان تعقیب کړي.
دا اپ د بلوټوت په مرسته د موبایل لرونکي ته هغه مهال خبر ورکوي چې پر کورونا وېروس اخته کس ته نږدې شي.
د اسټرالیا د روغتیا وزیر ویلي د دې اپ په مرسته به خلک وکولی شي عادي ژوند ته را ورګرځي، خو حقوقپوهانو نیوکه کړې چې دا چاره د اشخاصو پر محرمیت تېری دی.
او په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو اوښتی دی او تر دې دمه ۲۷۲ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکي وېره لري چې د روژې میاشت کې ښایي کورونا وېروس لا په چټکۍ خپور شي، او له همدې کبله یې پر خلکو غږ کړی چې په کورونو کې عبادت وکړي.
خو د حکومت له دې سپارښتنې سره سره له تېرو څو شپو راهیسې په ګڼو ښارونو کې خلک د تراویح لمانځه لپاره جوماتونو ته ځي او ګڼه ګوڼه کې عبادت کوي.
لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که روژه کې کورونا وېروس په چټکۍ خپور شي نو حکومت به د جوماتونو تړلو ته اړ شي.