تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا کې د امریکا ټاکنو مشکوک 'هکنګ' په تړاو روسی انټرنېټي ماهر نیول شوی
د اسپانوي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه هېواد کې یو روسی انټرنېټي ماهر د امریکا متحدو ایالتونو ټاکنو ادعا شوي 'هکنګ ' کې د ښکېلتیا په تور نیول شوی دی.
پیوتر لیواشوف د اپریل پر اوومه بارسلونا کې نیول شوی.
'یوې قانوني ' سرچینې اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د ښاغلي لیواشوف نوم د مجرمانو تبادلې په هغه نوملړ کې هم شته، چې امریکا یې غوښتنه کړې.
د خبري اژانس رپوټ زیاتوي د امریکا پر دغه غوښتنه به د اسپانیا جنايي جرمونو محکمه غور کوي.
د الکونفیډنشل په نامه د اسپانیا یوې خبري ویبپاڼې په رپوټ کې ویل شوی، امریکايي محکمې د امریکا ټاکنو کې د هغه مشکوک 'هکنګ ' قضیې کې چې ګومان کېږي د ټرمپ کمپاین سره یې مرسته کړې، د لیواشوف نیولو امر کړی و.
د بریان کریبس په ګډون د انټرنېټي خوندیتابه یو شمېر ماهرینو په اند ښاغلی لیواشوف د روسي هکرانو شبکې سره تړاو لري.