تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برتانیا کې د بس یوه مسافر د ماسک پرځای مار تر غاړه تاو کړی
په برتانیا کې بس ته یو مسافر ختلی، چې د ماسک پر ځای یې پر غاړه مار راتاو کړی و.
یوې بلې مسافرې ویلي، ګومان یې کاوه چې دا مسافر یو "نا عادي ماسک" لري، خو وروسته یې ولیدل چې تر ورمېږه راتاو مار یې وخوځېد.
د منچسټر د ترانسپورت چارواکو ویلي، دا پېښه یې لیدلې ده، خو مار د ماسک پر ځای کارول مناسب کار نه دی.
یادې مسافرې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا صحنه له خندا ډکه وه، خو مار مسافرو ته هېڅ مزاحمت ونه کړ.
په برتانیا کې چارواکو په عمومي ترانسپورت کې د ماسک اچول اجباري کړي دي، خو هغه ماشومان ترې مستثنا دي، چې عمرونه یې له ۱۱ کلونو ټیټ وي او یا دا چې معلول او یا روغتیايي ستونزه ولري.
په منچسټر کې د ترانسپورت ادارې ویاند ویلي: "حکومتي سپارښتنې په ښکاره وايي ضروري نه ده چې ماسک دې ارومرو روغتیايي وي، خو هر مسافر پخپله بڼه جوړ او مناسب ماسک کارولی شي."