په 'شخړه بوخت' ماران له چته د کور منځ ته لویدلي

د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په کوینزلنډ سیمه کې یو سړی هغه وخت حیران پاتې شو، چې کور ته له ستنېدو وروسته یې هلته دوه لوی ماران ولیدل چې د کور پر غولي یې څکېدل.

دغه دواړه ماران د کور له چته لاندې لویدلي وو. د دوشنبې پر ورځ ډېوډ ټایټ له دې دواړو مارانو یو د ناستې په خونه کې او بل هم د خوب په خونه کې ولیدل.

د دواړو مارانو وزن ۲۲ کیلو ته رسېږي او مارنیونکی سټېفن براون وايي، دا 'فوق العاده 'وزن دی.

داسې ګومان کېږي چې دواړه نر ماران د یوې ماده لپاره له شخړې وروسته د ډېوډ ټاټ له چته د کور منځ ته غورځېدلي دي. ماده مار تر اوسه نه ده موندل شوې.

یو مار دونیم متره او بل دوه اعشاریه اته متره اوږد ښوول شوی دی. ښاغلی ټایټ وايي، دغه ماران یې مخکې هم لیدلي وو، چې پر بام پیتاوي ته پراته وو.

له کوریير مېل ورځپاڼې سره خبرو کې نوموړي ویل: کله چې ستون شوم، د چت یوه لویه ټوټه مې د پخلنځي پر مېز پرته ولیده. نوموړي له هغه وروسته یوه مار نیونکي ته حال ورکړی او وايي:

''دا جنجال ژر پای ته ورسېد، ځکه نه مې غوښتل خپله دې کړکېچ کې شامل شم. ''

مار نیونکي براون بي بي سي ته وویل:

''دا ماران د وزن له پلوه له هغو نورو درانه وو، چې موږ یې معمولاً وینو. ''

نوموړی وايي، په اسټرالیا کې د موسم له تودوخې سره سم ماران زیات فعالېږي، 'د جوړه کېدو وخت یې دی ' او له خلکو یې غوښتي چې د مارانو له موندلو وروسته د هغه د تلو انتظار وکړي، چې 'مار ته د خطر په توګه ښکاره نه شي، ' ځکه په وینا یې:

''ماران یوازې دا غواړي چې له ننګونې یا خطره لېرې وتښتي. ''