جګړه کې د وژل شويو پوځيانو 'احمقان' بللو له رپوټونو وروسته پر ټرمپ نیوکې شوې

د خپرېدو وخت

له هغو رپوټونو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکې شوې چې ګواکې په جګړو کې وژل شوي امریکايي پوځیان یې 'بایلونکي او احمقان ' بللي دي.

دغه ادعا شوې څرګندونې لومړی په اټلانټیک مجله کې خپرې شوې او ځینې جزیات یې ایسوشیټډ پریس او فوکس نیوز تایید کړي دي.

خو ولسمشر او ملګرو یې د نوموړي له لوري د دغه ډول څرګندونو کول رد کړي دي.

رضاکار فعالان او مخکیني پوځیان له هغو کسانو دي، چې پر ولسمشر یې له دې کبله نیوکې کړې.

د 'ووټ ویټس ' په نامه د رضاکارو یوې ډلې د هغو کورنیو یوه ویډیو خپره کړې چې اولادونه یې په جګړو کې وژل شوي دي. له دوی نه یو وايي:

''ته نه پوهېږې چې قرباني ورکول څه دي. ''

په افغانستان او عراق کې د امریکايي رضاکارو له ډلې پاول ریکاف په یوه ټویټر پیغام کې وايي:

''رښتیا څوک له دې سره حیران شوي دي؟ ''

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د پوځیانو رایو ته اړتیا لري، دغه څرګندونې زیان ورته رسولای شي.

د اټلانټیک مجلې په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پاریس ښار ته نژدې یوې هدیرې ته له دې کبله له ورتلو ډډه وکړه، چې د ده په خبره 'له بایلونکو ډکه ده.

څلورو سرچینو مجلې ته ویلي، نوموړي له دې کبله هلته له ورتلو ډډه کړې، چې ګومان یې کاوه د باران له کبله به یې د سر ویښته لامده شي او ده باور نه درلود چې د امریکا په جګړو کې د وژل شویو درناوی مهم دی.

ادعا کېږي چې په همدې سفر کې ولسمشر ټرمپ د بیلاو ووډ جګړه کې وژل شوي ۱۸۰۰ امریکايي پوځیان 'احمقان ' بللي دي.

د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د همدې نښتې له کبله د پاریس لور ته د جرمن پوځ د پرمختګ مخه نیول شوې وه او د امریکا سمندري پوځ دغه یادګار لمانځي.

د اټلانټک مجلې د رپوټ سر چینه نه ده یاده شوې، خو ایسوشیټیډ پریس وايي، په خپلواکه توګه یې د دې څرګندونو تایید موندلی او د فوکس نیوز خبریاله وايي، ځینې څرګندونې یې تایید کړې دي.

بل لور ته ولسمشر ټرمپ دغه رپوټونه رد کړي او په وینا یې 'جعلي خبرونه ' دي.

د جمعې پر ورځ له خبریالانو سره مرکه کې نوموړي وویل دا رپوټونه د سپنې ماڼې د پخواني دفتر مشر جان کیلي له خولې لیکل شوي دي.

د نوموړي په وینا د امریکا سمندري ځواک دغه پخواني جنرال 'و نه شوای کولای د خپلې دندې فشار وزغمي. '

دفاع وزیر مایک پومپیو د جمعې پر ورځ له فاکس نیوز سره خبرو کې وویل، د فرانسې هغه سفر کې د ډېر وخت لپاره له ولسمشر سره ملګری و او د هغه له خولې یې داسې څه نه دي اوریدلي چې په لیکنه کې یې یادونه شوې.

بل لور ته د پخوانیو پوځیانو تر څنګ د امریکا ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو کاندید جو بایډن وايي، سیال یې د مشرتابه لپاره 'نااهل ' و.

نوموړي زیاته کړه:

''که دا لیکنه هغسې چې معلومېږي، رښتیا وي، دا د غندنې وړ عمل دی، دا سپکاوی دی. ' '