ټرمپ د خپلې خور لخوا "درواغجن او بې اصوله" کس وبلل شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مشرې خور په یوه ثبت شوې مکالمه کې ښاغلی ټرمپ داسې یو درواغجن کس بللی دی چې هېڅ اصول نه لري. د ماریانې ټرمپ، چې یوه پخوانۍ فدرالي قاضۍ هم ده، دا خبرې د هغې خورځې مري ټرمپ ثبتې کړې وې.

مري ټرمپ تېره میاشت یو کتاب خپور کړ چې پکې یې پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې کړې وې.

مري ټرمپ وایي، د ولسمشر ټرمپ په اړه د خپلې ترور (د ولسمشر د خور) خبرې یې ځکه ثبتې کړې وې چې د کتاب له چاپولو وروسته له قانوني ستونزو سره مخ نشي او څوک یې درواغجنه ونه بولي.

په دغه ثبت شوې مکالمه کې د ماریانې ټرمپ غږ اورېدل کېږي چې خپل ورور درواغجن او ظالم بولي.

د دې رپوټونو په غبرګون کې سپینې ماڼۍ یو خبرپاڼه خپره کړې او د ولسمشر ټرمپ له خولې پکې ویل شوي، "هره ورځ یوه نوې خبره وي. څوک یې په کیسه کې دي؟".

د دې ثبت شوې مکالمې په اړه تر ټول لومړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر خپور کړ، او وروسته د اسوشیټډ پرېس اژانس هم دا غږ ترلاسه کړ.

پر ولسمشر ټرمپ د خپلې خور سختې نیوکې:

په دغه مکالمه کې ماریانې ټرمپ د خپل ورور ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ پر تګلاره سختې نیوکې کوي او وایي، د دې پالیسۍ له کبله ماشومان په بند کې ساتل شوي.

ماریانې په خپلو خبرو کې وایي چې ولسمشر ټرمپ یوازې خپل پلویان خوشحالول غواړي.

مري ټرمپ بیا په خپل کتاب کې ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ د پوهنتون لپاره د کانکور په ازموینه کې هم پر خپل ځای بل کس کېنولی و چې پوښتنې ځواب کړي.

اوس د ولسمشر ټرمپ خور هم په دې ثبت شوې مکالمه کې همدې خبرې ته اشاره کوي، او ان وایي د هغه ملکري نوم یې هم په یاد دی چې د ولسمشر ټرمپ پر ځای ازموینې ته ناست و.

دا تازه ناندرۍ پر خپل ځای، خو په تېر کې ماریانې ټرمپ د خپل ورور ملاتړې پاتې شوې ده او ویلي دي چې دا او ډونلډ ټرمپ یو بل ته ګران دي.

نوموړې یو ځل ویلي وو، کله چې له عملیات وروسته په روغتون کې بستر وه نو ډونلډ ټرمپ به یې هره ورځ پوښتنې ته ورتلو.