د ډونلډ ټرمپ کشر ورور ومړ

د خپرېدو وخت

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ کشر ورور رابرټ په روغتون کې ومړ، ښاغلي ټرمپ هغه یوه ښه ملګری بللی او ویلي یې د ي له زړه د هغه پر مرګ خفه دی.

سپینې ماڼۍ د رابرټ ټرمپ مړینه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی. ولسمشر ټرمپ په یوه بیان ویلي "هغه نه یوازې دا چې زما ورور وو بلکې تر ټولو ښه ملګری مې هم وو".

رابرټ له ډونلډ ټرمپ درې کاله کشر وو او د ۷۱ کلنۍ په عمر ومړ.

ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې پر ورځ روغتون کې د خپل ورور پوښتنې ته ورغلی وو او هغه مهال یې ویلي وو چې ورور یې په ډېر سخت حالت کې دی.

دا نه ده مالومه چې هغه د څه له امله مړ شوی، خو د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د هغه ناروغۍ ته له اشارې پرته ویل شوي چې هغه ډېر ناروغ وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وو چې رابرټ په تېره جون میاشت کې له یوې اونۍ د زیاتې مودې لپاره د منهاټن په ماونټ سینای روغتون کې بستري وو.

رابرټ ټرمپ د ډېرې مودې لپاره د ټرمپ کورنۍ د شرکتونو د ودانیزې برخې مسؤل وو.

روغتون ته له تګ وړاندې رابرټ هڅه کړې وه چې د محکمې له لارې د ولسمشر ټرمپ د وریرې ماري ټرامپ د کتاب د خپرولو مخه ونیسي.

په دې کتاب کې هغې د ولسمشر ټرمپ پر شخصیت تمرکز کړی او د کورنۍ پر اړیکو یې رڼا اچولې ده.

واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسېدو وروسته ماري ټرمپ هڅه کړې چې په عام محضر کې ونه لیدل شي، خو له دې وړاندې پر ښاغلي ټرمپ نیوکې کړي دي.

له خپلو ترونو سره د ماري اختلاف لږ تر لږه شل کاله سابقه لري او دا او ورور یې له خپلو ترونو شکایت کړی او اختلاف یې له همدې شکایته پیل شوی وو.

د ماري پلار په ۱۹۸۱ کال کې مړ شوی وو او په ۲۰۰۰ کال یې له نیکه دوی ته د پاتې میراث پر سره د اختلاف له امله شکایت کړی وو.